که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د نیغ په نېغه خبرو لپاره د امریکا هڅو په اړه اوازې ردوي، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو په اړه له هغه سره مشوره کړې وه.
یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت کمزورۍ او خپلمنځي ناندرې د دې لامل شوې دي چې امریکا مجبوره کړي او په خپله له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو ته راودانګي.
طالبانو سره د نېغ په نېغ خبرو لپاره د دونالډټرمپ د تصمیم په اړه د نیویارک ټایمز د رپوټ له خپرېدو وروسته تراوسه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
خو اجراییه ریاست د امریکا او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې ردوي.
د اجراييه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«د سولې خبرې اترې به د افغان حکومت په مشرۍ او مالیکت په مخ ولاړې شي، خو امریکا کولای شي په دې اړه د اسانه کوونکي په توګه ونډه ولري.»
د سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تېره اوونۍ د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.
اوس ښاغلی حکمتیار وايي، د دې لیدنې د خبرو اصلي برخه طالبانو سره د مستقیمو خبرو د څرنګوالي په اړه وه.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګنده کړه:«ما هغوی ته وویل کهڅه هم طالبانو ته زما مشوره دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دې غوره کړي، ځکه چې د هغوی د حیثیت او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره غوره لار ده. خو کهچېرې غواړئ چې له تاسو سره وویني زه کوم خنډ نه وینم او کولای شئ خبرې اترې پیل کړئ.»
په قطر دفتر کې هم د طالبانو یو ویاند رویټرز ته ویلي دا ډله د داسې خبر په تمه وه او ترې هرکلی کوي، خو ولې په دغو خبرو کې افغان حکومت څنډې ته شوی دی؟
د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن په دې اړه وايي:«افغان حکومت خپلمنځي ستونزې لري او پر پاکستان هر ډول فشار لپاره هڅې چې طالبان حاضر کړي او همدارنګه سعودي عربستان ته تګ هم کومه پایله نه ده لرلې.»
د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د دوشنبې په ورځ کندهار کې د دغو خبرو د څرنګوالي په اړه غبرګون ښودلی وه.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نېکلس ویلي:« زموږ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پومپیو ویلي چې امریکا چمتو ده له طالبانو سره خبرې وکړي او د بهرنیو ځواکونو د رول په اړ بحث وکړي.»
خو له دغو خبرو یوه ورځ وروسته غوڅ ملاتړ ماموریت یوې اعلامیې کې ویلي، له دې څرګندونو ناسم اخیستون شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلامیه هغه راپورونه هم ردوي چې ګواکې جان نېکلسن ویلي، امریکا له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتو ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت پرځای تصمیم نه نیسي چې افغان حکومت هم پرې ټینګار کړی دی.
له دې سره جوخت پخوانی ولسمشر حامدکرزی د چین له سي سي ټي وي سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د واشنګټن پر سیاستونو او نوې تګلاره نیوکه کوي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي:« له بده مرغه دا تګلاره کارنده نه ده، امنیتي وضعیت خراب شوی او زموږ د خلکو کړاونه زیات شوي دي، له دې امله چې په افغانستان کې د امریکا د سیاست د بدلون په اړه خبرې کېږي، نه یوازې تېر کال بلکې له هغې مخکې هم دا اوازې وې، بدلون زموږ لپاره د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او سولې د ټینګښت په مانا دی.»
له دې مخکې د نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې راغلي واشنګټن له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لارې چارې لټوي.
خو د امریکا حکومت وايي، د سولې بهیر به د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت پرمخ ولاړ شي او امریکا به د اسانتیا برابروونکې رول ولري.
خو که افغان حکومت غوښتنه ترې وکړي نو دغو خبرو کې به برخه واخلي.
له بلخوا وال سټریټ ژورنال د یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو له قوله چې د سولې په بهیر کې ښکېل دي وايي افغان حکومت غواړي، نېږدې راتلونکي کې له طالبانو سره یو بل اوربند هم اعلان کړي او هیله من دی چې دا کار به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی چې یو اړخیز اوربند د جان نېکلسن نوښت و، خو ولسمشر ته نېږدې کسان وايي اوربند د ولسمشر نوښت وه او د بهرنیو متحدینو لخوا یې ملاتړ وشو.