په هلمند کې د «سولې غوښتونکو کاروان» د نه خوړلو اعتصاب په دویمه ورځ، سیمهییز حکومت وايي چې د هغوی د اوربند غوښتنه په هغه صورت کې مني چې طالبان هم دغې غوښتنې ته درناوی وکړي.
دغو اعتراض کوونکو تېره ورځ، له هغې وروسته کله چې د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند غوښتنه رد شوه، د نه خوړلو پر اعتصاب یې لاس پورې کړ.
د سولې غوښتنې او د پرلت په دغې خیمه کې یو شمېر داسې کسان هم شته چي د کورنی غړي يې په جګړو کي له لاسه ورکړي دي.
خدای داد هم په لښکرګاه ښار کي د یوه ورزشي لوبغالي مخي ته په موټر بم چاودنه کي د خپلې کورنۍ څلورغړي له لاسه ورکړي او اوه تنه نور یې ټپیان شوي دي. نوموړی وايي نور له جګړو څخه ستړي شوي او د سولې غوښتنه کوي.
هغه په دې اړه وویل:«نه له حکومت څخه تمه لرو او نه هم له طالبانو څخه؛ دواړه د پردو نوکران دي. خلک به پاڅون وکړي، لکه څرنګه چې خلکو په ترکیه کې پاڅون وکړ، تاسې ولید چې څه وشول. کهچېرې موږ یو ځای واوسو، هېڅ خنډ نه شي کولای زموږ په وړاندې دوام وکړي.»
همدارنګه محمد عارف هم هغه کس دي چي د نوي کال په درېیمه ورځ موټر بم چاودنه کې څلور خپلوان وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي یو شمېر ټپیان يي د درملنې لپاره له هېواده بهر ته استولي دي. په یاده خیمه کې یې د سولې غوښتنې په موخه ګډون کړی دي.
اعتصاب کوونکي محمد عارف وویل:«هېڅوک نه غواړي چې له دې ډېر خلک شهید او ټپيان شي.»
خو په لښکرګاه ښار کي د پرلت خیمې غړي وايي د دوی د نه خوړلو اعتصاب به تر هغه دوام وکړي چې د طالبانو له لوري کوم ځواب تر لاسه نه کړي.
شپږ ورځي وړاندي په لښکرګاه ښار کې د یو شمېر ولسي کسانو له لوري د موټر بم چاودني وروسته د سولې غوښتني په موخه د پرلت خیمه ودرول شوه، تر څو د طالبانو تر مرکزونو د سولې پیغام ورسوي.
اوس دغه اعتراض کوونکي، ګواښ کوي تر هغه چې د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند اعلان نهشي هغوی به د خپل نه خوړلو اعتصاب پای ته ونه رسوي.