Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: وروسته له دې به افغانستان کې د امریکا چلند مشروط وي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د دغه هېواد کړنې افغانستان کې له طالبانو سره د سولې هوکړې جزییاتو عملي کولو سره مشروطې بولي.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي چې د هوکړې له لاسلیکه د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره د عملي کولو مهم پړاو رسېدلی دی.

هغه پر ټویټر پاڼې لیکلي، امریکا متحده ایالاتو د ژمنو لومړۍ برخې عملي کولو لپاره یې سخته هڅه کړې ده چې په کې د سرتېرو کمښت او د ناټو پنځه اډو پرېښودل شامل وو.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سمنګانو کې د طالبانو د تېرې ورځې برید هم غندلی او زیاته کړې یې ده چې د یوه ولایت په مرکز کې د چاودېدونکو توکو کارول د منلو نه دی او دا کار به د سولې مخالفو کسانو هڅې پیاوړې کړي.

خلیلزاد همداراز د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې تاوتریخوالی کم کړي.

تېره د سمنګانو مرکز، ایبک ښار کې د ملي امنیت په ودانۍ طالبانو موټر بم برید وکړ چې پایله کې یې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او کابو پنځوس تنه نور ټپیان شول.

د واشنګټن دغه استازي ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د نورو برخو پلي کول به د شرایطو پر بنسټ وي.

د خلیلزاد په خبره چې امریکا به د بندیانو ازادولو بهیر بشپړولو، تاوتریخوالیو کمښت، د ترهګرۍ ضد ژمنو او د افغانانو ترمنځ مذاکراتو د مذاکرتو پر پیل ټینګار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ د ۱۳۵ ورځو په اوږدو کې باید په افغانستان کې بهرني ځواکونه کم شوي وای، تاوتریخوالی کم شوی وای او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې وای.

د دغې هوکړې له لاسلیکه لس ورځې وروسته باید ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له بندخونو او همداراز زر دولتي کسان د طالبانو له بند خونې آزاد شوي وای او تر هغې وروسته د افغانانو تر منځ باید خبرې پیل شوې وای؛ خو لا هم روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پیل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د دغې ډلې خوځښتونه باید وڅارل شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې، طالبان پر دې مکلف شوي چې، د القاعدې په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره باید خپلې اړیکې پرې کړي؛ خو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام په هکله لا هم رپوټونه شته.

لا تر اوسه افغان حکومت شاوخوا ۴۲۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا څه باندې ۷۰۰ دولتي کسان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له مخې، د تېر کال د کب پر شلمه ورځ د افغانانو تر منځ له خبرو وروسته، امریکا د وږي تر شپږمې د طالبانو پر غړو د بندیزونو د لرې کولو په اړه بیا کتنه پیلوله او د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلېدو سره سم د روان کال د غبرګولي تر نهمې پورې د بندیزونو د لرې کولو په اړه ځینې کارونه کړې وای؛ خو لا تراوسه هم دغه کارونه نه دي ترسره شوي.

شریک یي کړئ