د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ(د غبرګولي په ۱۸مه نېټه) قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر مرستیال، برادر سره لیدلي او د سولې خبرو پر بهیر یې خبرې کړې دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې خلیلزاد او ملا برادر د بندیانو خوشې کولو بهیر چټکولو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل په تړاو خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې ده چې ناسته کې افغانستان کې د بهیرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازی، مطلق القحطاني هم وو.
د سولې خبرو لپاره د زلمي خلیلزاد د سفرونو تازه پړاو درې ورځې مخکې پیل شوی او نوموړی له قطره وروسته پاکستان ته ولات او ټاکل شوې بیا افغانستان ته راشي.
د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تېره ورځ پاکستان کې د دغه هېواد د لوی درستیز، جنرال قمر باجوه سره هم لیدلي وو.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دواړو لورو د سولې خبرو او د افغان کډوالو مسالې په تړاو خبرې کړې دي.
طالبانو ته نېږدې سرچینېو ايي چې لومړنۍ هوکړې قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل ښیې.
دغه سرچینې که څه هم د خبرو د پیل کره وخت نه څرګندوي، خو وايي چې هوکړه شوې او کله چې پنځه زره طالب بندیان ازاد شي، نو دا خبرې به پیل شي.
بل خوا طالبان د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره وایي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د دې ډلې جنګیالیو ته له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک د څرنګوالي په تړاو د پوهاوي بهیر پېل کړی دی.
خو دې ډلې څرګنده کړې نه ده چې دا بهیر په کومو سیمو کې پیل شوی دی.
طالبانو ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو پېلېدل د دې ډلې د پنځه زره بندیانو په خوشي کولو پورې تړلي دي.
طالبان وایي چې د افغان حکومت د زرو تنو هغو زندانیانو له ډلې چې پر خوشي کېدو یې هوکړې شوي ده؛ تر اوسه یې ۴۵۱ بندیان خوشي کړي دي او افغان حکومت ۲۷۱۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو خبره کوي.