د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی، استازی زلمی خلیلزاد وايي، د واشنګټن او ناټو موخه په افغانستان کې د سولې راتګ دی، نه یوازې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو ویستنه.
زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د اروپایي ټولنې او د ناټو له استازو سره په لیدنه کې ویلي واشنګټن او ملګري یې په ګډه افغانستان ته تللي او له افغانانو سره په ګډه به، شرایطو ته په پام د افغانستان راتلونکی وضعیت څرګند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړي.
د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.
خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي وساتل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوي.