د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.
هغه نن(یکشنبې د زمري په ۲۶مه نېټه) پر ټویټر پاڼې ليکلي دي چې د سولې مرکچي پلاوي پر غړې، فوزیې کوفي برید غندلی او ویلي یې دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې باید ژر تر ژر پیل شي.
فوزیه کوفي د جمعې په ماښام د پروان ـ کابل پر لاره د ناپېژاندو وسله والو برید کې برسېرنه ټپي شوه.
او ویلي یې دي چې هغه له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو د ډلې غړې او د ښځو د حقونو لویه ملاتړې ده
ښاغلي خلیلزاد پر ټولو خواوو ږغ کړی چې د سولې پروسه ګړندۍ کړي او د افغانانو تر منځ ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
تر اوسه د ۴۰۰ بندیانو له ډلې ۸۰ یې ازاد شوي دي. دا بندیان د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره وروستۍ خنډ بلل کېده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د زمري په ۱۷مه نېټه سولې مشورتي لویې جرګې په رابللو سره د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو ازادولو سره هوکړه وکړه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې افغان حکومت ۵ زره طالب بندیان ازاد کړي، خو وروسته بیا په دغه ډله کې پر ۴ سوو بندیانو اختلافونه راپورته شول.
د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د بندیانو ازادولو په تړاو د ولسمشر د صادر شوي فرمان څخه د شپږو ورځو په تېرېدو سره لا هم ۳۲۰ بندیان په بند کې دي او د ملي امنیت شورا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
داسې ښکاري چې د بندیانو ازادولو کې ځنډ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره خنډ دی او ځکه دا خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې.
مخکې له دې طالبانو ویلي وو چې د یاد شمېر طالبان بندیانو د ازادۍ بهیر بشپړېدو سره به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
پر اعدام د ۱۵۶ محکومو طالب بندیانو ترڅنګ، حکومت وايي چې ۱۰۵ تنه نور طالب بندیان حق العبدي مسایل لري او ۳۴ تنه هم په انسان تښتونې، ۵۱ د نشه يي توکو پر قاچاق، ۴۴ تنه د حکومت او د افغان حکومت د متحدانو په تور نوملړ کې شامل دي او ۶ تنه هم په اخلاقي جرم بندیان دي.