Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد:پاکستان له طالبانو څخه د خپلې نیابتي جګړې د ګټورې وسلې په توګه کار اخلي

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیل زاد د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو په فرعي کمېټه کې د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو څخه د خپلې نیابتي جګړې د ګټورې وسلې په توګه کار اخلي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړي چې د افغانستان اوسنی حکومت له منځه یوسي ځکه چې د اسلام آباد له سیاستونو سره جوړښت نه لري.

ښاغلي خلیل زاد زیاته کړه:«د پاکستان حکومت اوس مهال ترهګر تمویلوي.شک نشته چې د پاکستان ملي پوځ او د پاکستان استخباراتي اداره یا ای اس ای د حقاني له ډلې څخه ملاتړ کوي. هغه ډله چې د امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده د امریکا د ملي پوځ یوه پخواني لوی درستیز حقاني ډله د ای اس ای مجازي بازو بللې ده.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې په افغانستان او هندوستان کې له افراطي ډلو څخه د نیابتي جګړو د وسیلو په توګه کارول په نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مرستې لامل شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې په نړۍ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړتیا ده ترڅو د پاکستان له دغه سیاست سره مبارزه وشي.

خلیل زاد د امریکا قانون جوړونکو ته وړاندیز وکړ چې واشنګټن له پاکستان سره په دې شرط خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې د طالبانو او حقاڼي ډلې په وړاندې اقدام وکړي .

خلیل زاد زیاته کړه:«زما په نظر پر پاکستان ټولې بشري او روزنیزې مرستې پرې کړل شي.نه یوازې د امریکا له خوا مرستې بلکې د ای ام اف یا د نړیوالې وجهي صندوق مرستې هم باید پرې شي. موږ باید په ای ام اف کې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړو او ډاډ ترلاسه کړو که‎چېرې پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې په وړاندې اقدام نه کوي، د مرستې په بلې کڅوړې چې د اوړي په وروستیو کې پر هغه غور کېږي باید تصویب نه شي.»

هغه زیاته کړه:«پاکستان هوښیار او مکار دی.هر کله چې هغوی د دې احساس کوي چې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون راځي، یو لړ اقدامات یې کړي دي او د بدلون امکان ستونزمن کوي.یعنې د پاکستان مکار یو له هغو لاملونو څخه دی چې امریکا له هغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.»

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو فرعي کمېټه د استماعیې په غونډه کې د ګډون کوونکو د شاهدیو له څېړلو سره،د دې موکه به پیدا کړي ترڅو د اسلام آباد په اړه د بهرني سیاست په لوړيتوب کې یوه نوې ارزونه ولري.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیل زاد د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه