ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې چې نن شنبې (د تلې په ۲۱ مه) خپره شوې لیکي چې ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي خلیلزاد سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لیدنه د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه او په هغه کې د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش او د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم ګډون درلود، ښاغلي خلیلزاد بېلابېلو هېوادونو ته د خپل سفر د رپوټ وړاندې کولو ترڅڼګ وویل چې امریکا د افغانستان تر مشرۍ لاندې د سولې په اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو ده په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات وړاندې شوي نه دي.
ښاغلي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۰ مه) د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه.
د قطر رسنیو رپوټ ورکړی چې دواړو لورو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په څرنګوالي سره خبرې اترې وکړې.
قطر ته د زلمي خلیلزاد سفر افغانستان، پاکستان، عربستان او ځينو نورو هېوادونو ته د لس ورځني سفر په چوکاټ کې کېږي. ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي په توګه تر ګمارل کېدو وروسته، دغو هېوادونه ته یې سفرونه پیل کړي.
هغه د یکشنبې په ورځ کابل ته راغی او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره یې ولیدل. هغه له حکومته او طالبانو وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره خپل استازي وټاکي.
ښاغلی خلیلزاد له کابله پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې ولیدل او په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په اړه یې سره خبرې اترې وکړې.