Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خونړۍ سې‎شنبې د درېیو قربانیو مړي خاورې ته وسپارل شول

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو د استازي بازمحمد جوزجاني، او د مشرانو په جرګه کې د فاریاب د خلکو د استازي سراج خان صفري مړي د ځانګړو مراسمو په ترځ کې د اجراییه رییس او د کابینې د یو شمېر غړو په حضور سره د ملي شورا پروړاندې او د یما قریشي مړی د کابل په شهدای صالحین کې خاورې ته وسپارل شول .

د داشان پېښو څېړنه او د عاملانو نیول یې جدي غوښتنې دي

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي:«موږ د دا راز نړیوال ترهګرو له بریدونو څخه اندېښمن یوو؛د ملي یووالي حکومت له مشرانو څخه غواړو چې د خلکو د استازو د امنیت په ټينګښت کې جدي پاملرونه وکړي او دغه پېښې وڅېړي او عاملان یې په ګوته کړي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان دښمن په ځانمرګو بریدونو کې د بې ګناه خلکو له وژلو څخه خوند اخلي او له بده مرغه قسم یې خوړلی دی چې په هېواد کې داشان جنایاتو ته دوام ورکړي.»

خو خونړۍ سې‎شنبې د پېښو د څېړلولپاره چې د کابل او کندهار په ولایتونو کې شوي د څېړلو لپاره یې د حکومت ژمنې څه دي؟

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«امنیتي ځواکونه هره ورځ د خلکو او د خلکو د استازو د امنیت په تأمین کې قرباني ورکوي.په کابل او کندهار کې د سې‎شنبې بریدونه د جنایت کارو یو بل جنایت دی چې له خلکو څخه قرباني اخلي.»

په تېرې یوې نیمې لسیزه کې د ملي شورا څو تنه غړي په ورته پېښو مړه او ټپیان شوي دي، په تېرو ورځو کې د بامیانوولایت دوه استازي په دوه بېلابېلو بریدونو کې ټپیان شول.

شریک یي کړئ