ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(یکشنبې د چنګاښ۱۰مه) وايي چې د افغان ځواکونو په ځمکني او هوايي بریدونو کې ۶۳ وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې وايي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابیلو سیمو کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ دغزني،خوست، میدانوردک، پکتیا، ارزګان، بادغیس، فراه، فاریاب، تخار کندز، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې د افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د وسلهوالو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځته تللي دي.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې زیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د طالبانو پر وړاندې د حکومت یولوری اوربند پای ته رسېدلی او افغان ځواکونه اجازه لري چې د دې ډلې پر وړاندې خپل پوځي عملیات وکړي.