د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو خبره کوي.
هغه د ناټو د سرمشریزې غونډې په دویمه ورځ د افغانستان په جګړه کې د ناټو د هڅو ستاینه کوي او وايي په افغانستان کې یو لړ پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې د دغې ناستې په پای کې به د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ زیاته کړه:« په افغانستان کې جګړه له ډېرې مودې راهیسې روانه ده، موږ ډېر پرمختګونه لرلي دي، زه د دې ناستې په پای کې له ولسمشر غني سره چې په دې ځای کې دی خبرې اترې وکړم.»
بل خوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د نړۍ امنیت لپاره اړتیا ده چې افغانستان له ترهګرۍ پاک شي.
هغه همدارنګه د اوږدې مودې لپاره له افغان ځواکونو ملاتړ مهم بولي.
ښاغلي سټولټنبرګ څرګنده کړه:« موږ ټول په افغانستان کې اوږدمهاله امنیت او ثبات ته ژمن یوو، ځکه له نړیوالو ترهګرو پرته افغانستان زموږ د امنیت لپاره هم ګټور دی، موږ نن د ننګونو او له افغانستانه د دوامداره ملاتړ په اړه خبرې کوو، زموږ د ۴۱ متحدو هېوادونو په زرګونه پوځیان په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ترسره کوي او افغان پوځیان په پیاوړې توګه عمل کوي.»
د ناټو مشرانو د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان ځواکونو سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.