Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو وروسته خبرو نن(شنبې د کب په ۱۰مه نېټه) د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

دغه هوکړه د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه «اووه ورځني پېر» وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې د هوکړې له لاسلیک وروسته کابل کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په کابل کې له ولسمشر غني سره وګوري او په ګډه سره خبري ناسته کې خبرې وکړي.

د هوکړې جزئيات تر اوسه نه دې خپاره شوي.

تمه کېږي چې له دې هوکړې وروسته افغانستان کې اتلس کلنه جګړه پایته ورسیږي، په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې خپل ماموریت د ۲۰۰۱ سپټمبر میاشتې له پېښې وروسته پیل کړ.

امریکا تر اوسه افغانستان کې پر جګړې ۷۵۰ بیلیونه ډالر لګولي دي.

امریکا اوس مهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري او ښایې له هوکړې وروسته دا سرتېري ووځي.

د طلوع نیوز خبریالان شریف امیري او عبدالحق عمري چې د دغې پېښې د خبري پوښښ لپاره تللي، وايي چې د دغه هوکړې د لاسلیک لپاره چمتووالی په تاریخي بڼه نیول شوی دی.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور «شیرینټن» هوټل کې ترسره شول.

دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک، د نړیوالو رسنیو د کمرو په مخکې لاسلیک شوه. د نړۍ د معتبرو رسنیو ډېری خبریالان د دغه مهمې موضوع د پوښښ لپاره دوحې ته تللي دي.

هغه څه چې سرچینې وايي ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

افغان حکومت تېر ماښام د دغو خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره یو شپږ کسیز پلاوی قطر ته استولی دی.

دغه هوکړه لیک د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا غبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

شریک یي کړئ