د کورنیو چارو وزارت نن(دوشنبې د کب۳۰مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هېواد به بېلابیلو برخو کې د ۲۰ داعش وسلهوالو په ګډون ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو دا پوځي عملیات په ننګرهار، پکتیکا، کندهار او هلمند کې له ترهګرو د سیمو پاکوالي په موخه ترسره شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې ۵ تنه وسلهوال ټپیان شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو لاسته یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوی.