Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د امریکا نوي حکومت د سیاست په هکله پوښتنې

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه میاشتې وخت پاتې دی، په دغه هېواد کې د حکومت د احتمالي بدلون او د افغانستان په هکله د دغه هېواد د سیاست د څرنګوالي په هکله پوښتنې راولاړې شوې دي.
 
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د روان زیږدیز کال د نوامبر پر درېیمې ترسره شي. خو د تېرو دوو لسیزو پرخلاف، دا ځل له کورونا ویروس سره د مبارزې، اقتصادي ځوړ له منځه وړل، د توکمي عدالت ټینګښت په څېر مسالې د نوماندانو پروګرامونه جوړوي، نه په دې موده کې هغه تر ټولو اوږده جګړه چې افغانستان کې امریکا په کې ښکېله ده.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې د امریکا اوسنی ولسمشر د جمهوريت پالو نوماند ډانالډ ټرمپ او هم د ډموکراټ ګوند نوماند جوبایډن په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په تړاو نژدې نظرونه لري.

په واقعیت کې بایډن هغه مهال چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د بارک اوباما مرستیال و، افغانستان ته د لسو زرو نورو سرتېرو له استولو سره خپل مخالفت په ډاګه کړ او ټینګار یې وکړ چې د دغو ځواکونو پر ځای له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سرتېرو یوه قطعه ځای پر ځای شي.

دا هغه خبره ده چې اوس هم بایډن او هم ټرمپ پرې ټینګار لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه وویل:«موږ د بې پایه جګړو پېر پای ته رسوو، دا د امریکایي پوځیانو دنده نه ده چې په لېرې پرتو هېوادونو کې چې پخوانۍ شخړې چې ډېرو ان د هغو نوم هم نه دی اورېدلی حل کړي.»

په جرمني کې د امریکا متحده ایالتونو  پخوانی سفیر ریچارډ ګرنل هم وايي:«په تېرو څلورو کلونو کې ډونالډ ټرمپ هېڅ تازه جګړه پېل نه کړه. هغه خپل سرتېري کور ته راواستل. هغه پوځ بیا ورغوه او د سولې هغه تړون یې لاسلیک کړ چې امریکایانو ته ډېر خوندیتوب ورکوي.»

خو د افغانستان په تړاو د جوبایډن د ټاکنډلې دریځ، د ډونلډ ټرمپ له ټاکنډلې محتاطانه برېښي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د فاع وزارت مرستیالې مېشل فلورنوي چې ګمان کېږي چې د بایډن د ولسمشر کېدو به صورت کې به د امریکا دفاع وزیر وي، په افغانستان کې واقعې سولې ته د رسېدو تر وخت پورې د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر حضور ټینګار وکړ.

د امریکا د فاع وزارت مرستیاله مېشل فلورنوي وویل:«د سولې د یوې هوکړې له ټینګښت پرته د ځواکونو هر ډول اېستل به تېروتنه وي. ځکه موږ د افغانستان په حکومت کې د خپلو همکارانو، ښځو او مدني ټولنې له پښو ټغر ټولوو. یعنې د هغو کسانو له پښو چې په مذاکراتو کې د هغوی ته د ځای ورکولو لپاره موږ سخته مبارزه کړې ده.»

تمه کېږي چې تر نوامبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر پنځو زرو کمو هغو ته ورسېږي. خو په دې اړخ کې هم، هر څه بین الافغاني خبرو په پرمختګ او دغه راز له طالبانو سره د واشنګټن په راتلونکو اړیکو او د القاعدې او داعش په څېر د امریکا له دښمنو ډلو نه د دې ډلې په لېرېتوب پورې تړاو لري.

د نړیوالو چارو کار پوه لطیف آرش په دې اړه څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې طالبان وکړای شي دغه دوه ډلې په افغانستان کې وځپي، له افغانستانه هېڅ بهرني هېواد ته په ځانګړې توګه امریکا ته به ګواښ متوجه نه وي؛ خو په هغه صورت کې چې طالبان ونه کړای شي د دغو دوو ډلو پر ضد اقدام ونه کړي او دا دوه ډلې په افغانستان کې حاکمې شي او یو ځل بیا ۱۹۹۵ کال په څېر اډې ولري، دا شتونتیا (امریکا ته د ګواښ متوجه والی) شتون لري.»

د امریکا او طالبانو تر منځ له اتلس میاشتو چنې وهلو وروسته بالاخره د سږکال د فبرورۍ په ۲۹ د دواړو لوریو ترمنځ افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 که ډونلډ ټرمپ وکړای شي، د امریکا راروانې ټاکنې وګټي، تمه کېږي چې په افغانستان کې د سولې او له سولې وروسته چارو په تړاو د امریکا د اوسني حکومت پلانونه دوام ومومي. خو که جوبایډن او ډموکراټان ګټونکي شي، روښانه نه ده چې د افغانستان د سولې بهیر به له کومو لوړو او ژورو سره مخ شي او د زلمي خلیل زاد برخلیک به چې په دې موده کې په دې لوبه کې د امریکا اصلي لوبغاړی و څه وي.

د افغانستان په هکله او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په طریقه کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ډونلډ ټرمپ او جو بایډن لیدلوری تر ډېری یو شان دی.

شریک یي کړئ