Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کرېکټ بورد او الکوزي ګروپ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې الکوزی ګروپ به د ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان د کرېکټ بورد څخه ملاتړ وکړي.

الکوزي ګروپ نن په یوې خبرې ناسته کې ژمنه کړه چې د کال یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالره به د افغانستان د کرېکټ د ودې لپاره ولګوي.

د هېواد د کرېکټ بورد رییس شفیق الله استانکزي اعلان وکړ چې دغه پیسې به د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبو، خپرونو او د هېواد د ۱۶ او ۱۹ کلنو لوبغاړو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د کورني کرېکټ لپاره به ولګول شي.

د الکوزي ګروپ استازي میرویس سیال په دې اړه وویل: "زموږ موخه د هېواد د ځوانانو وده او ملاتړ دی په ځانګړې توګه په سپورټ کې، موږ غواړو د افغانستان د سپورټ له ملاتړ سره له هېواد څخه بهر د کرېکټ د ملي لوبډلو د بریا زمینه برابره کړو تر څو د هېوادوالو په څېرو موسکا راولو".

له دې وړاندې الکوزي ګروپ په یوه ۱۵ تړون کې د افغانستان له فوټبال څخه ملاتړ اعلان کړ او اوسه هم ټینګار کوي چې دغه بنسټ کوښښ کوي چې د افغانستان له کرېکټ او فوټبال څخه په دایمي توګه ملاتړ وکړي.

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې الکوزی ګروپ به د ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان د کرېکټ بورد څخه ملاتړ

Thumbnail

په دغه هوکړه لیک کې راغلي دي چې الکوزی ګروپ به د ۱۰ کلونو لپاره د افغانستان د کرېکټ بورد څخه ملاتړ وکړي.

الکوزي ګروپ نن په یوې خبرې ناسته کې ژمنه کړه چې د کال یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالره به د افغانستان د کرېکټ د ودې لپاره ولګوي.

د هېواد د کرېکټ بورد رییس شفیق الله استانکزي اعلان وکړ چې دغه پیسې به د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبو، خپرونو او د هېواد د ۱۶ او ۱۹ کلنو لوبغاړو د ښوونې او روزنې او همدارنګه د کورني کرېکټ لپاره به ولګول شي.

د الکوزي ګروپ استازي میرویس سیال په دې اړه وویل: "زموږ موخه د هېواد د ځوانانو وده او ملاتړ دی په ځانګړې توګه په سپورټ کې، موږ غواړو د افغانستان د سپورټ له ملاتړ سره له هېواد څخه بهر د کرېکټ د ملي لوبډلو د بریا زمینه برابره کړو تر څو د هېوادوالو په څېرو موسکا راولو".

له دې وړاندې الکوزي ګروپ په یوه ۱۵ تړون کې د افغانستان له فوټبال څخه ملاتړ اعلان کړ او اوسه هم ټینګار کوي چې دغه بنسټ کوښښ کوي چې د افغانستان له کرېکټ او فوټبال څخه په دایمي توګه ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه