د امریکا متحده ایالاتو او قطر په منځګړتوب د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې لومړنۍ خبرې شوې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې دا خبرې شاوخوا دوه ساعته وې او د بندیانو د پرېښودو په اړه تخنیکي بحث شوی.
خلیلزاد لیکلي، د سکایپ پر مټ دې خبرو کې، ټولو لوریو د تاوتریخوالي کمښت، د افغانانو خپلمنځۍ خبرو او اوربند ته ژمنه اعلان کړې.
په همدې حال کې د افغانستان ملي امنیت شورا او طالبانو هم ویلي چې دا خبرې شوې دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمښت، مستقیمو خبرو او دایمي اوربند باندې خبرې شوې دي.
همداراز قطر کې د طالبانو ویاند، سهیل شاهین هم ویلي چې د طالب بندیانو د خلاصون په موخه د افغان حکومت تخنیکي ډلې د طالبانو له تخنیکي ډلې سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکايي پلاوي په شتون کې د چارو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر نورو موضوعاتو به بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.
د کب په لسمه نېټه قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د افغانستان له زندانانو د ۵زرو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې او پر وړاندې یې طالبان به هم ورسره زر تنه افغان سرتېري خوشې کوي.