Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی خلیلزاد پاکستان ته ورسېد

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د سیمې هېوادونو ته یې د خپل سفر نوی پړاو پيل کړی، نن جمعه له غرمې وروسته پاکستان ته ورسېد.

پاکستانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې ټاکل شوی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

خلیلزاد د خپل سفر په دغه پېر کې لومړی قطر ته ولاړ او د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره یې ولیدل. له هغه وروسته هند ته ولاړ او له هندي چارواکو له هغې ډلې د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلی خلیلزاد تېره شپه په داسې حال کې چې په هند کې و، په خپل ټوېټر پاڼه یې ولیکل چې له ملابرادر سره په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ادلون بدلون بهر چټک کړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل پر پرمختګ ټينګار وکړ.

زلمي خلیلزاد همدارنګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د سولې پر ټینګښت هم ټینګار کړی دی.

ورته مهال د افغان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې حکومت تمه لري د طالبانو د بندیانو له ازادولو سره اوربند تامین شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي:«افغانان تمه لري چې د بندیانو د ازادولو بهیر پیل د اوربند او مذاکراتو پيل لپاره د اعتماد فضا رامنځته کړي.»

ازاد خبریال سمیع یوسفزی هم وویل:«امریکا دواړه غواروي په لاس کې لري؛ کولای شي چې دلیل راوړي هغه هوکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې تقریباً عملي شوې او پر یو بل عملیات نه کوي خو که چېرې د امریکا ذهنیت بدلون کړی وي او ونه غواړي چې له افغانستانه ونه وځي په هغه صورت کې هم دلیل لري چې یو ډول طالبان له دولت سره مذاکراتو ته حاضر نه شي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دغې ډلې پرون او نن ۴۸ افغان دولتي ځواکونه چې له دوی سره بندیان وو په هرات ولایت کې ازاد کړي دي.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني هم له دې مخکې طلوع نیوز ته ویلي و چې طالبانو د حکومت ۱۷ بندیان ازاد کړي دي.

د بندیانو ادلون بدلون او د تاوتریخوالي کمښت هغه موردونه دي چې د امریکا او طالبانو په هوکړه لیک پر هغه ټينګار شوی دی.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادولو بهیر دوام لري، خو تاوتریخوالی لا هم نه دی کم شوی.

لکه څرنګه چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روژې مبارکې میاشتې په لس لومړیو ورځو کې په افغانستان کې ۱۱۶ ولسي وګړي وژل او ټپيان شوي دي چې ۶۸ سلنه عاملان یې طالبان پېژندل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو مسوول ذبیح الله په دې اړه څرګنده کړه:«د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې له بده مرغه ۱۱۶ تنه ولسي وګړي قرباني شوي دي. طالب ډله د ۶۸ سلنه د مُلکي کسانو د مرګ ژوبلې عامل دي.»

طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د ځينو بهرنیو رسنیو له خوا د طالبانو د پوځي کمېسیون په مشرتابه کې د بدلون په اړه نه تایید شوي رپوټونه خپاره شوي دي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې اړه څرګندوي:«طالبانو تراوسه اعلان نه دی دی او زه فکر نه کوم چې (د طالبانو د پوځي کمېسیون په مشرتابه کې دې) جدي بدلون راغلی وي.»

افغان حکومت له دې مخکې ویلي چې د تاوتریخوالي کموالی او اوربند د طالب بندیانو د ازادولو لپاره وار له مخې شرطونه دي.

خو بیا هم تاوتریخوالی دوام لري، د ملي امنیت شورا دفتر ویلي چې ډېر ژر به د افغان حکومت له بندخونو د طالب بندیانو د ازادولو لومړی برخه چې ۱۵۰۰ تنه دي پای ومومي.  

شریک یي کړئ