د ۲۰۱سېلاب قول اردو د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۴۲ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یادې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې څلوېښت نور طالبان ټپيان دي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې یاد شمېر وسلهوال طالبان په ننګرهار، کونړ، نورستان او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې وژل شوي او ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، له دې وسلهوالو یو شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه