تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ وسلهوال د هېواد په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.
د هېواد د کورنیو چارو وزارت (یکشنبې د غويي۱۰مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په وژل شویو ۴۳ وسلهوالو کې ۱۷ د داعش غړي هم شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات د هېواد په کُنړ، میدان وردګو، ننګرهار، زابل، لوګر او کندز کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې په دې عملیات کې ۸ تنه نور وسلهوال ټپیان شوي دي.
همداراز د وسلهوالو د وسلو او مهماتو له منځه وړو خبر هم ورکړل شوی دی.
خبرپاڼې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.