Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا ملي امنیت سلاکار سره د ولسمشر غني لیدنه

له ولسمشرۍ ماڼۍ (یک‎شنبې د وری۲۷مه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمد اشرف غني نن سهار د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مسټر سره ولیدل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو او همکاریو تر څنګ له تروریزم، نشه یي توکو او فساد سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني وویل چې ترهګري چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جدی ګواښ دی، که پر وخت د دغه تهدید د دفعه کولو کوښښ ونه شي، نو د راتلونکو پنځو نسلونو پر ژوند به بدې اغېزې ولري.

همداراز ولسمشر ترهګري، نشه‎یي توکي او اداري فساد د امنیت، ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي تهدیدونه وبلل او زیاته یې کړه تروریزم او نشه یي توکي چې نړیوالې معضلې دي، نو پر وړاندې یې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه د واضح لیدلوري له مخې له هر ډول تفکیک پرته جدي مبارزه وکړي.

ولسمشر وړاندې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ټینګه اراده لري او په دې برخه کې د عملي هڅو له امله ځینې مهمې لاسته راوړنې هم لري. نوموړي ټنیګار کړی چې اداري فساد چې زموږ د خلکو پر ژوند یې بد اغېز کړی، پر وړاندې به یې د حکومت په کچه زموږ هڅې نورې هم چټکې شي. 

وروسته له دې د امریکا متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار ویلي دي تروریزم او نشه یي توکي چې د سیمې او نړۍ لپاره تهدید او خطر ګڼل کېږي د دغه تهدید د له منځه وړلو لپاره باید ټول هېوادونه په ګډه جدي مبارزه وکړي.

ښاغلي مک مسټر د اصلاحاتو راوړل مهم وبلل او زیاته یې کړه، موږ هیله من یوود افغانستان حکومت هغه کسان په بېلابېلو ادارو کې په دندو وګوماري چې د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن وي.  

هغه زیاته کړه، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د ګډو هڅو او مبارزو له امله به افغانستان د تروریزم لپاره خوندي ځای نه وي او افغانستان دې د خپلو اړتیاو په کمولو سره بین المللي ملاتړ وساتي. 

په همدې حال کې وروسته د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل تروریزم او د نشه یي توکو مافیا یو له بل سره تړلي او یو بل تمویلوي، نو د دغو شومو پدیدو د خطرونو د دفعه کولو لپاره د نړیوالو شریکانو او متحدینو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو همکارۍ او ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

نوموړي وویل چې امریکا د افغانستان حالاتو په اړه خپلې څېړنې کوي او موندنې به ډېر ژر اعلان شي.

ده زیاته کړه:«زموږ خلکو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او امریکا خپلو مرستو ته له ا فغانستان سره دوام ورکوي.»

عبدالله وړاندې وویل:«موږ د اصلاحاتو په اړه ورته مالومات ورکړل او د اداري فساد د له منځه وړلو تر څنګ د داسې اصلاحاتو راوړل حتمي دي چې اغېزې یې تلپاتې وي.»

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو او همکاریو تر څنګ له تروریزم، نشه یي توکو او فساد سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي

شریک یي کړئ