Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو او انرژۍ وزير استيضاح شو خو لري نشو

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل نن د ولسي جرګې لخوا استيضاح شو خو د نه باور رايه يې وانه خيسته.

د اوبو او بريښنا وزير د دوشنبې په ورځ د بوديجې د نه مصرف، د پروژو په قراردادونو کې د نه روڼتيا، د سيندونو د سواحلو په پياوړتيا کې د بې پامۍ، په ولايتونو کې د بريښنا د بندونو په جوړولو کې د انډول نه مراعات کولو او غيرمسوولانه څرګندونو له امله د ولسي جرګې لخوا استيضاح شو.

د ولسي جرګې يوشميراستازي وايې دغه وزارت په تيرو اتو کلونو کې ندی توانيدلی چې هيڅ کله خپله څه باندې ديرش سلنه بوديجه ولګوي .

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي : « په تيرو اوو کلونو کې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې په سلو کې له ديرشو څخه کمه بوديجه لګيدلې ده او په دې وزارت کې ټيټ ظرفيت ددې لامل شوی چې د هيواد بنسټيزي پروژې جوړي نشي په داسي حال کې چې موږ کولای شوای په دې موده کې بندونه جوړ کړو.»

د ولسي جرګې غړي نور اکبری وويل : « په ډيرو ولايتونو کې بوديجه نده لګيدلې او ان دغه لګښت صفر وو، د ډيرو ولايتونو وګړي د اوبو او انرژۍ له پروژو څخه بې برخي دي ، په تيرو اوو کلونو کې ديارلس پورژې صفر وې ، د بريښنا ډيری بندونه له بده مرغه ندي جوړ شوي. »

د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی وايي: « ولايتونه د ډيرو اوبو په درلودوه سره اوس هم بريښنا نلري ، که د کجکي او کنړ د بريښنا بندونه جوړ شوي وای ډير ولايتونه به د بريښنا له نعمته برخمن وای، د بريښنا په سلو کې د اتيا پروژو تړونونه ايران ته ورکړل شوي دي.»

له بلې خوا د اوبو او بريښنا وزير د کابو ديرش سلنه بوديجې نه لګول ردوي او ټينګار کوي په اوسني وخت کې په ټولو ولايتونو کې ۵۴۷ د بريښنا بندونه د څيړلو په حال کې دي خو د کافي بوديجې د نشتوالي له امله يوازې د بريښنا په پنځو بندونو کار روان دی.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعیل وويل : « په اتو کلونو کې د اوبو مهارول ناشونی دی ځکه دغه کار ميلياردونو ډإلرو ته اړتيا لري چې د ماليې وزارت يې د ورکړي توان نلري ، اوسمهال په ټول هيواد کې د بريښنا پنځه سوه و اوه څلويښت بندونه څيړل شوي دي او يوسلو درې ديرش بندونه په تخنيکي ډؤل مطالعه شوي دي خو د بشپړي بوديجې د نشتوالي له امله يوازي په هيواد کې د پنځو بندونو د جوړيدو کار روان د. »

بالاخره ښاغلی اسماعيل وتوانيده چې د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړي او ۱۴۱ غړو ورته موافقې او ۳۲ مخالفې رايې ورکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه