د ایران د بهرنیو چار وزیر، محمدجواد ظریف نن( یکشنبې د غويي۱۷مه) د یوه سفر په ترڅ کې کابل ته راغی او په سیمه کې یې د ترهګرو فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ظریف د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاحالدین رباني سره په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې ښاغلي رباني هم ترهګري په سیمه کې د ایران او افغانستان لپاره ګډو ګواښ بللی او د دې ښکارندې پر وړاندې یې پر مبارزې ټنیګار کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د هېواد له ولسمشر، محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله او د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر سره هم وګوري.