Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایډز پر ناروغۍ د اخته کسانو له زیاتوالي د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزیر وايي، د دوی د رپوټونو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۲ زره ۵۰۰ ډېر کسان د آیډیز پر ناروغۍ اخته دي چې ډېری یې په نشه‎يي توکو روږدي کسان دي.

 خو د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې بیا په دې ناروغۍ شاوخوا ۷ زره کسان اخته شوي دي.

عامي روغتیا وزارت د اچ ای وي یا ایډیز ناروغۍ د خطرناک ویرویس د زیاتوالي په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې دیني عالمان او ډاکټران رابللي وو.

د عامې روغتیا وزیر وايي، په هېواد کې اوس‎مهال شاوخوا ۳ مېلیونه کسان په نشه‎یی توکو روږدي دي او دغه کسان د نشه‎يي توکو د کارونې پرمهال له یوې ستنې پر ګټنې سره د اچ ای وي یا ایډيز په ناروغۍ اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز څرګنده کړه:«دا هم یوه ټولنیزه ستونزه ده، او هم یوه امنیتي او اقتصادي ستونزه که‎چېرې د ایډز په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په همدې کچه په مخ ولاړ شي، دا ستونزه به په یوې ننګونې او ملي ستونزې بدل شي.»

پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف له دې ناروغۍ خوندي ساتلو یوازینۍ لاره پر اسلامي احکامو عمل بلل بولي.

پخوانی جهادي قوماندان استاد عبدالرب رسول سیاف وايي:«دا موضوع د جسمي امنیت ته، هم رواني او هم د انسانانو پر ژوند پورې اړه لري. او هغه کسان چې د قران له حکم سره له فحشا لیرې دي دغه ټولې ښېګنې به ترلاسه کړي او جسمي او رواني امنیت به یې خوندي وي.»

دغه راز، د عامې روغیتا وزارت د شمېر له مخې اوس‎مهال صفر عشاریه یو سلنه هېوادوال د اچ ای وي په ویروس اخته دي، خو دغه وزارت په ۱۳ ولایتونو کې د اچ ای وي یا ‌ایډیز ناروغۍ د تشخیص لپاره ۱۳ مرکزونه جوړ کړي دي.

د ایډيز ناروغۍ ته په سپکه سترګه کتل د دې لامل شوي دي چې ډېری هغه هېوادوال چې په دې ناروغۍ اخته دي د خپلې وینې د ټيسټ کولو څخه وېره لري.

شریک یي کړئ