Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برتانوي پوځیانو په وتلو به افغانستان کې استخباراتي تشه رامنځته شي

د برتانیې د پوځي استخباراتو سازمان خبرداري ورکوي چې له افغانستان څخه د برتانوي پوځيانو تر وتلو وروسته به ددغه هیواد کې استخبارتي تشه رامنځته شي.

دغه سازمان وايي چې د افغانستان استخباراتي ادارې کمزورې دي او که چيرې د ناټو د غړو استخباراتي سازمانونه په دغه هيواد کې پراخ فعاليتونه ونلري، دغه هيواد به بياځلې د نړيوالو ترهګرو په ځاله واوړي.

خو د ملي دفاع وزارت ترهګرۍ سره په مبارزه کې د استخباراتي سازمانونو همکارۍ د سيمې او نړی په کچه ډيره ګټوره ګڼي. د برتانيې د پوځي استخباراتو سازمان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د لازياتو جاسوسانو د فعاليت غوښتنه کړې ده.

دغه اداره خبرداری ورکوي له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو له وتلو وروسته به په هيواد کې يوه استخباراتي تشه رامنځته شي. د برتانيې د استخباراتو يو چارواکی وايي افغانستان د بهرنيو اطلاعاتو په پوښښ کې د ترټولو ناتوانه کړۍ په توګه بلل شوی دی.

د برتانيې يوه معتبره استخباراتي سرچينه ډيلي تګراف ورځپاڼې ته وايي:« د برتانيې استخباراتي ادارې په يمن او سوماليا کې په القاعدې پورې تړلو ډلو د ګواښونو په اړه ډيره انديښنه لري او خبرداری ورکوي افغانستان ته د بې پامۍ په صورت کې به دغه ډلې يو ځل بيا افغانستان ته راشي.»

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت وياند وايي د هيواد استخبارات لازياتې همکارۍ ته اړتيا لري ترڅو د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيول شي.

دملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی وایي:«هرڅومره چې په دې برخه کې همکاري زیاته شي په زیاته کچه ګټه لري تر څو وکولی شو د دښمنانو په اړه مالومات پیدا کړو، مونږ هڅه کوو تر څو زموږ څارګره اداره په خپلواک توګه عمل وکړي.»

خو يو شمير کارپوهان په هيواد کې د نړۍ د استخباراتي ادارو د فعاليتونو پر زياتوالي نيوکه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی امر الله امان وایي:«په هیواد کې د نړې د څارګرو ادارو د فعالیتونو ډیریدل یوه د اندیښنې وړ موضوع ده، دا کار د هیواد د څارګرې ادارې د کمزورتیا ښودنه کوي، که د نورو هیوادونو څارګرې اداري دلته فعالیتونه زیات کړي، دا به د افغانانو لپاره ستونزي را منځته کړي.»

استخباراتي مالومات د عملياتو د ترسره کولو او همداراز د ترهګرو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره ډير اغيزمن بلل کيږي، ملي دفاع وزارت د هيواد په استخباراتو کې د پرمختګونو په اړه هيله من دی خو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سيمه او نړۍ کې د استخباراتي همکاريو غوښتونکی دی.

د برتانیې د پوځي استخباراتو سازمان خبرداري ورکوي چې له افغانستان څخه د برتانوي پوځيانو تر وتلو ورو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه