د یاد ولایت سلګونه اوسېډونکي په دې اړه د حکومت د پروګرام پر نشتوالي نیوکې کوي او وايي چې حکومت باید د دهنه غوري ولسوالۍ له طالبانو پاکه کړي.
یو شمېر یې د بغلان د والي دفتر ته له تلو سره وايي، کابو یوه میاشت کېږي چې طالبان پر یادې ولسوالۍ حکومت کوي، خو حکومت یې د بېرته نیولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړیږ
د هنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکی، محمدهاشم کرم علي وايي:"د هنده غوري ولسوالۍ اوس د طالبانو تر ولکې لاندې ده اوس د دهنه غوري ولسوالۍ کابو پنځه زره کورنۍ په پلخمري ښار کې په بد حالت کې ژوند کوي."
د دهنه غوري بل اوسېدونکی، علي مدد زیاتوي:"دلته خلک راټول شوي دي چې دولت تر کله موږ تېر باسي، اوس خلک راټول شوي دي چې حکومت کلک ونیسي او دولت د دهنه غوري په برخه کې څه پرېکړه کوي تر څو دا ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي."
په همدې حال کې د بغلان ولایتي شورا غړي هم حکومت د دهنه غوري ولسوالۍ په بېرته نیولو پر ناغېړی تورنوي.
د بغلان ولایتي شورا غړی، بسمالله عطاش څرګندوي:"هیله لرو چې د امنیه قومندان هم راشي او د امنیت رئیس هم راشي او دا اتلان خلکو ته مخامخ اوايي چې څه ځواب لري، خلک د طالبانو تر ولکې لاندې بد حالت کې ژوند کوي، دولت څه ځواب لري."
له بلې خوا د بغلان والي وايي چې افغان پوځیان به ډېر ژر د یادې ولسوالۍ بیا نیونې په موخه پوځي عملیات پیل کړي.
د بغلان والي، عبدالستار بارز زیاتوي:"د خلکو خبرې پر ځای دي او مرکزي او سیمهییز حکومت به ډېر ژر د دهنه غوري ولسوالۍ لپاره پروګرام ولري."
کابو یوه میاشت کېږي چې دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې ده او ترڅنګ یې په مرکزي بغلان او پلخمري کې لسګونه کلي هم د دوی له خوا اداره کېږي، خو لا هم له طالبانو څخه د یادو سیمو د بیا نیونې څرک نه لګي.
په دې اړه مو اندونه