یوې سرچېنې د چهارشنبې پر ورځ(د وري۳۰مه) ویلي دي چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي، مولوي لعل د افغان ځواکونو ځانګړو عملیات کې وژل شوی دی.
سرچېنه زیاتوي چې دا عملیات د بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو لخوا د شپې مهال د پلخمري ښار په دهنه غوري کې ترسره شوي دي چې نوموړی له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی دی.
په دې عملیاتو کې امریکايي کشفي الوتکو ګډون کړی وه او موخه یې د طالبانو ډلې لومړۍ درجه کسانو وژل وو.
سیمهييزې سرچینې وايي چې عملیات د شپې ۱۱ بجې پیل او د سهار تر څلور بجو یې دوام وکړ.
که څه هم دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې خلک وايي چې د مولوي لعل په ګډون سیمه کې د طالبانو اته مړي لیدل شوي دي.
د وژل شویو وسلهوالو شمېر نه دی څرګند خو د بغلان ولایتي شورا کې یوه سرچینه وايي چې کابو ۵۰ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
مولوي لعل د هېواد په شمال ختیځه حوزه کې د طالبانو مهم کس وه.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره شوي دي چې طالبانو غوښتل پر بغلان پراخ برید وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.