Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو نیوکې

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د دغې ولسوالۍ  عدلي او قضايي بنسټونو له دې څخه پرته چې د دغې کورنۍ د لور ستونزې حل کړي، دغه ښځه یې د هغه خاوند ته وسپارله؛ خو د هغه خاوند هغه ووژله.

د ګل افروز پلار محمد طاهر وايي چې لور یې د هغو بنسټونو قرباني شوې ده چې د عدالت د تأمین ادعا لري.

د هغه په وینا ګل افروز میاشت وړاندې، د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې عدلي او قضايي ادارو ته ورغلې وه او د کورنې له لورې یې د ظلم په اړه ویلي وو،ترڅو حل لار ورته ومومي.

خو دغو ادارو، همدا مېرمن د خپل خاوند په ولکه کې یې ورکوي، خاوند یې وژني او بیا یې د کور په انګړې کې په پټه خښوي.

د دې نجلۍ د پلار کورنۍ وایي، خلک هغه مهال خبر شول، چې د نجلۍ د خُسر کورنۍ بیا ځلې خښوله.

د ګل افروز پلار محمد طاهر زیاته کړه:«موږ راغلو چې څارنوالۍ قاتل ونیسي؛ که‎چېرې څارنوالي، جنايي او یا هم قومنداني هغه (قاتل) ونیسي. که‎چېرې یومجرم دی نو ولې ازاد کړی؟ په داسې حال کې چې دوسیه یې په ډګر پاتې ده هغه ازاد وي.»

په همدې حال کې د بغلان د ولایتي شورا یو غړی وايي، د نهرین استناف څارنوالۍ باید په دې اړه ځواب ووايي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد حنیف کهګدا په دې اړه وویل:«د قومندانۍ په واسطه څارنوالۍ ته تسلیم شوی، اوس ځواب ویونکی څارنوال دی؛ باید دوسیه یې په دقت سره څېړلې وای او باید په ضمانت سره دغه مېرمن د هغه خسور کڼۍ ته تسلیم شوې وای.»

خو د بغلان د استناف څارنوالۍ وایي، د دې قضیې په تړاو یې یو پلاوی نهرین ولسوالۍ ته استولی دی.

بل لورې، د بغلان د ښځو چاو ریاست د دې  پېښې په غندلو سره وایي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.

د بغلان د ښځو چارو ریاست سرپرست اورانوس عاطفي په دې اړه په ډاګه کړه:«مخکې دغه ښځې د خسورګڼۍ له خوا یې د زنا د فعل اله امله عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوې وه، خو له دې پرته چې ضمانت واخیستل شي دا مېرمن خاوند ته یې سپارل کېږي او وروسته وژل کېږي.»

د نجلۍ کورنۍ وایي، که حکومت یې د لور قضیه ونه څېړي، خلک به پر عدلي او قضایي ادارو بې بنسټه شي.

د ګل افروز د کورنۍ غړي، د بغلان پر عدلي او قضايي بنسټونو نیوکه کوي او له حکومت څخه غواړي  چې عدالت ټینګ کړي او د لور د وژنې عاملان یې په سزا ورسوي.

شریک یي کړئ