د بغلان په نویو آزادو شویو کلیو یعنې کوکچنان او قیصر خېلو کې نوې جوړې شوې اډې، خو تراوسه له پوځیانو تشې دي.
که څه هم د دغو کلیو له بېرته نیولو کابو لس ورځې تېرېږي خو د بغلان امنیه قوماندان دا مني چې تراوسه په دغو پوستو کې پوځیان نه دي ځاي پرځاي شوي.
د بغلان امینه قومندان اکرم الدین سریع په دې اړه وویل:«ځکه چې زیانمنونکې سیمې دي باید ټول تحکیماتي او استحکاماتي او لوجستکي موارد یې باید خلاص شي او له هغې وروسته هرې اډې ته پرسونل داخلېږي.»
په دغو سیمو کې جګړې ملکي خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي.
محمدالله وايي کله چې بېرته خپل کلي ته ستون شو هتۍ یې چې د کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو یوازینۍ سرچینه وه ویجاړه شوې وه.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله وویل:«له موږ څخه یې هېڅ پوښتنه ونه کړه،زما د کورنۍ غړي ۱۰ تنه دي او هټۍ مې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.زه سمنګانو ته تللی وم کله چې راستون شوم ومې لیدل چې هټۍ مې تالا شوې ده.»
په سیمه کې د طالبانو اوږدمهاله فعالیت او د جګړې دوام، ماشومان له زده کړو بې برخې کړي دي.
د مرکزي بغلان بل اوسېدونکی جاوېد په ډاګه کړه:«ښوونځي تړلی، زدهکوونکي وېرېږي او ښوونکي هم په ښوونځيو کې نه دي.»
د دغو کلیو اوسېدونکي د سولې، امنیت او سوکاله ژوند غوښتونکي دي. دوی غواړي چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي او ښه راتلونکی ولري.