Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي قرباني له عدالي او قضايي بنسټونو عدالت غواړي

یوه کورنۍ چې په غزني ولایت کې له تاوتریخوالې سره مخ شوي نن سې‎شنبې(د کب په ۱۷ مه) په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او له  لویې څارنوالې نه د عدالت غوښتنه کوي.

دغه مېرمنې چې په غزني ولایت کې د مسؤولو دولتي ادارو له کړنو څخه شکایت کوي وایي چې که دغه ادارې د دوی په حق کې عدالت تامین نه کړي نو ځان وژنه به وکړي.

یوه قرباني مېرمن مرضیه چې له خپل پلار، خور او خاله سره د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلې وايي څلور میاشتې مخکې واده شوې خو له هغې وروسته چې یوه میاشت مخې د هغې خاوند ځان زندۍ کړ، خسر یې له هغې سره د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه.

د تاوتریخوالي قرباني مرضیه وايي:«د خاوند له مرګ څخه مې ۱۵ ورځې تېرې شوې وې ما ژړل زما په خوا کې کېناست او وې ویل ته زما غوښتنې ومنه زه تا دوبۍ ته بیایم هېڅوک نه خبرېږي ستا ماشوم یوازې نه پرېږدم.»

مرضیه وايي له هغې وروسته یې خسر، د هغې خور او مور د خلکو په مخکې ووهل او د بندي کولو ګواښ یې ورته وکړ.

د تاوتریخوالي قرباني زهرا وویل:«زه یې په عام محضر کې چې ښار ته په سودا پسې تللې وم ووهلم موږ مې هم ووهله او بې سده شوه.»

دوی په غزني کې دولتي ادارې د هغوی ستونزو ته په بې پامۍ تورنوي.

د تاوتریخوالي قرباني کریمه وايي:«زه لاړم ومې لید چې خور مې بې سده پرته وه روغتون ته مې یوړه اوس هم موږ ګواښي او پر موږ یې عرضه کړې.»

د غزني پولیس وایي یوه میاشت مخکې یوه کس د خپل زوي د مړینې رپوټ دوی ته ورکړ خو له هغې وروسته یې خپله نګور د نوموړي په وژلو تورنه کړه.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل وویل:«پولیسو د قانون په چوکاټ کې د هغوی ستونزو ته رسېدنه کړې او د هغوی دوسیه څارنوالۍ ته استول شوې ده.»

دغه کورنۍ له لویې څارنوالۍ د عدالت غوښتنه کوي.

مرضیې زیاته کړه:«زه غواړم چې هیله ده عدالت پلی کړئ او مجرم ته سزا ورکړئ.»

د قرباني خور زهرا وویل:«یوه میاشت کېږي چې هر بنسټ ته ځو څوک غوږ نه نیسي.پیسې او زور ولرې ستونزې ته رسېدنه کېږي.»

که څه هم د ښځو له حقونو د دفاع لپاره ډیرې ادارې کار کوي خو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات شوي او دې کار ډیرې اندیښنې رامنځته کړې دي.

شریک یي کړئ