د تخار ځايي چارواکي وایي چې د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په بشپړه توګه او د ینګي قلعه ولسوالۍ شپږ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
د تخار والي وایي، دولتي سرتېرو د درقد ولسوالۍ د پوځي عملیاتو پر مهال د طالبانو لخوا جوړ شوی یو ښارګوتی هم تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د تخار والي فضلالله مجددي په دې اړه زیاته کړه:«کهچېرې امنیتي ځواکونو تشخیص کړې چې کولای شي له دغه ښارګوټي استفاده وکړي، ښه ده. له هغې پرته ښارګوټۍ هېڅ جواز نهلري.»
ښاغلی مجددي ټینګار کوي چې دغه پوځي عملیات به تر هغو دوام وکړي ترڅو چې د تخار ټولې ناامنې ولسوالۍ د طالبانو له موجودیته پاکې شوې نه وي.
خو طالبان وايي چې عمري ښارګوټۍ د زر هټیو، جومات او مدرسې په لرلو سره د خواجه بهاوالدین، درقد او ینګي قلعه ولسوالیو د اوسېدونکو د اړتیاو لپاره د خلکو له خوا جوړ شوی وه.
دغه ډله پر امنیتي ځواکونو تور پورې کوي چې د خلکو هټۍ یې ویجاړې کړې دي؛ هغه ادعاګانې چې دولتي ځواکونه هغه بې بنسټه بولي.
له دې سره جوخت ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۶۶ ترهګر وژل شوي دي چې له هغې ډلې د داعش ۲۷ جنګیالي وژل شوي او ۲۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.