Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار دشت‎کلا ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

ملي دفاع وزارت(نن سې‎شنبې د غبرګولي۱۵مه) د تخار ولایت دشت کلا ولسوالۍ له بشپړه پاکوالي خبر ورکړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اوس‎مهال د دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو ترمنځ لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې په دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۴۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

وړاندې کاږي چې په وژل شویو وسله‎والو کې د ملا محمد غزل په نامه د تخار ینګي کلا ته د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی چې په ابو یوسف مشهور وه.

دفاع وزارت همداراز ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۳۶ وسله‎وال ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ د دشت کلا ولسوالۍ مرکز د څو طاعتونو لپاره د طالبانو په لاس کې وه.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې د تخار دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې ترسره شويو، ۴۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي

شریک یي کړئ