Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګریزو پېښو څېړنه کې د امنیتي بنسټونو پر ناکامۍ  نیوکې

تېر کال د زمري په (۲۷مه) د کابل په لوېدیځ کې د یوه واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوو چې په هغه کې د ماشومانو په ګډون ۸۷ تنه مړه او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شول.

له دغه پېښې د یوه کال په تېرېدو سره د قربانیانو کورنۍ پر امنیتي بسټونو نیوکه کوي او وايي چې د ترهګریزو پېښو په څېړنه کې ناکام دي.

د محمد جواد د یو کال مخکې د هغې ویرجنې پېښې کیسې لاهم په یاد دي چې د سترګو په مخکې یې درېیو زامنو ساه ورکړه.

د ده درې زامن او یوویشت تنه خپلوان یو کال وړاندې د شهردبی هوټل کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شول. 
      
محمد جواد په دې اړه زیاتوي:«باید یې څېړنه کړې وای موږ ته یې ویلي وای چې داسې شوي دي، حتا کله چې موږ هوټل ته ځو، د هوټل خاوند موږ ته وايي چې زموږ کمرې امنیت پاکې کړې دي. امنیت ته چې ځو وايي هوټل له موږ سره همکاري نه کوي.»
 
د پېښې د قربانیانو خپلوان نورآقا هم وویل:«داسې کورنۍ دي چې اصلاً نرینه او سرپرست نه لري، چې په ډېر بد وضعیت کې دي چې ډېری یې په کرايي کورونو کې ژوند کوي چې حتا د کرایې د ورکړې وس هم نه لري.»

په دې ځای کې د دې پېښې د قربانیانو ځينې نورو خپلوانو اعتراضیه غونډه جوړه کړې ده. دوی حکومت د قربانیانو د کورنیو پر غوښتنو د غور په چاره کې په بې پروایۍ تورنوي.
        
دیني عالم رضا مظفر وايي:«په جومات کې امنیت ونه لرئ، د ودونو په هوټل کې امنیت ونه لرو، په فاتحه کې امنیت ونه لرو، په پوهنتونونو کې امنیت ونه لرو. نو موږ له امنیتي ادارو په جدي توګه غواړو چې خپلې استخباراتي شبکې پیاوړې کړي.»

د پېښې د قربانیانو خپلوان عاقله شهرستاني څرګندوي:«د شهیدانو وارثین د دې ترڅنګ چې د سولې له بهیره ملاتړ کوي، خو په کله تمه لري چې د سولې بهیر په مذاکراتو کې حقوقي عدالت او حق عبدالعبدي مسایل په پام کې ونیسي او د شهیدانو پاکه وینه له پامه ونه غورځوي.»

پوښتنه دا ده چې ولې د دې پېښې په تړاو د امنیتي ادارو څېړنې لکه د ډېرو نورو پېښو د څېړنو په څېر د خلکو له سترګو پټې پاتې دي.
  
پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل وايي:«د دې لپاره چې دوی سټراټېژي نه لري، دوی هغه کسان نه دي چې اوپوتراپي عمل ترسره کړي، هغه کسان چې په تکتیک کې اپوتراپي عمل ونه شي کړای هغه هېڅکله بریالی کېدای نه شي.»
             
د کورنیو چارووزارت ویاند  طارق آرین هم زیاتوي:«د افغانستان امنیتي ځواکونه په هره څنډه کې چې داعش او د هغوی په څېر زموږ د وژنې په اړه فکر وکړي موږ ورځو.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه