Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه د پاکستان د پېژندلو لپاره هڅې

د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه د پاکستان د پېژندلو لپاره لایحه د امریکا متحده ایالاتو مجلس ته واستول شوه.

دغه لایحه چې د امریکايي قانون جوړونکو لخوا جوړه شوې په‎کې راغلي چې پاکستان د باور وړ متحد نه دی او باید د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.

یو شمېر قانون جوړونکي وايي چې پاکستان د کلونو راهیسې د امریکا د دښمنانو په هڅولو او مرسته کولو کې لاس لري.

په دغې لایحه کې راغلي چې له واشنګټن سره د پاکستان د خیانت له امله باید له دغه هېواد سره مالي مرستې بندې شي.

په دغې لایحه کې راغلي دي چې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نوم په شاملېدو سربېره له اسلام آباد سره باید د واشنګټن مالي مرستې بندې شي. ځکه پاکستان له امریکا سره خیانت کړی.

له ترهګرۍ سره د مبارزې فرعي کمېټې رییس ټېډ پوي وویل:«پاکستان نه یوازې د اعتماد وړ متحد نه دی بلکې اسلام آباد د کلونو لپاره د امریکامتحده ایالاتونو دښمن هڅولي دي»

د هغه په وینا:«اسامه بن لادن ته پناه ورکول، له حقاني ډلې سره نېږدې اړیکې لرل او نور اسناد څرګندوي  چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امریکا ترڅنګ نه دی. اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ باید پاکستان ته د پیسو ورکړه د خیانت له امله بنده کړو او دا هېواد د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړو.»

پاکستان له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم له واشنګټن څخه مېلیاردونه ډالره ترلاسه کولې. اوس د دې لایحې په بنسټ دا پیسې نه یوازې دا چې د ترهګرو په ځپلو کې نه لګول کېږي بلکې په نورو موخو لګول کېږي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«له شک څخه پرته چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او په سیمه کې ترهګر له منځه ولاړ شي اړتیا ده چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي.»

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم وايي:«نن چې نړۍ دې ته متوجه شوې چې زموږ ګاونډی هېواد پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه ثبتېږي زه فکر کوم تراوسه ځنډ نه دی شوی پاکستان هغه هېواد دی چې په بهرنیو مرستو تړلی دی که‎چېرې دغه بهرنۍ مرستې بندې شي زه یقین لرم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره به مثبته اغېزه ولري.»

دا لایحه د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر مکلفوي ترڅو د ۹۰ ورځو په موده کې خپل رپوټ کانګرس ته واستوي چې آیا پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له نړۍ سره مرسته کړې که نه؟

د دغه رپوټ له ورکړې ۳۰ ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مکلف دی په دې اړه بل رپوټ وړاندې کړي چې په‎کې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل شوی دی.

شریک یي کړئ