Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د متقاعدینو ادعا؛ د تقاعد خزینې ریاست کارکوونکي مو سپکاوی کوي

د هېواد ځينې متقاعدین چې د دوی په منځ کې جنرالان هم شته ادعا کوي چې د تقاعد خزینې د ریاست کارکوونکو له خوا یې سپکاوی کېږي.

دغه تقاعد شوي کسان د دوی د معاشونو د ورکړې په برخه کې د تقاعد خزینې کړنې د شرم وړ ګڼي او وايي چې هغوی د خپلو حقوقو د اخیستو لپاره راغلي خو د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا یې سپکاوی کېږي.

د ملي دفاع وزارت ځينې جنرالان هم په دغو لیکو کې ولاړ دي او وايي په ۲۹ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې له دا ډول چلند سره مخامخ کېږي.

متقاعد جنرال بارکزی وايي:«حکومت باید ستونزه حل کړي او له دغې بې عزتی موږ وژغوري.»

متقاعد جنرال سادات هم زیاتوي:«موږ تېروتنه وکړه چې خدمت مو وکړ ای کاش چې یوه کراچۍ مو لرله او بې ډوډۍ نه پاتې کېدو، په نورو هېوادونو کې متقاعدین ستایل کېږي، زموږ انعام دا دی.»

هغه انځورونه چې د کابل د یوه اوسېدونکي لخوا طلوع نیوز ته لېږل شوي په کې ښودل شوي چي متقاعدین د بایومېټریک معلوماتو د ثبتولو لپاره نیمه شپه د تقاعد د خزینې د ریاست په مخکې په لیکو کې درېږي، په داسې حال کې چې د دغه ریاست کارکوونکي د سهار په اتو بجو دفتر ته راځي.

متقاعد حمید الله وايي:«خلک نیمه شپه راځي دلته کور نه لري په هوټل کې شپې ورځې تېروي.»

په دوی کې بوډا او ناتوانه کسان هم لیدل کېږي چې پر لار د تلو توان نه لري، بابه خان د کور جوړولو تصدۍ کې له شل کاله خدمت وروسته اړ دی هره ورځ د تقاعد د خزینې ریاست ته ورشي.

تقاعد شویو بابه خان څرګندوي:«موږ کار کړی خیرات خو نه راکوئ څه وکړو چې نن او په سبا مو کوي.»

بلخوا د تقاعد خزینې ریاست وايي چې د متقاعدینو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د تقاعد خزینې رییس عمر درانی په دې اړه زیاتوي:«په دوه وروستیو ورځو کې د متقاعدینو د مهم پوهاوي نشتون له امله ځينې ستونزې وې، خو موږ ډېر ژر د نوملړ پربنسټ متقاعدین راغواړو چې بایومېټریک یې بشپړشي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د مالیې وزارت د ګمرکاتو ساتونکو قومندان میرویس بابک د دغو ستونزو په اړه د طلوع نیوز د رپوټ د برابرولو پرمهال د طلوع نیوز خبریالانو ته سپکاوی وکړ او د متقاعدینو په اړه ثبت شوي تصویرونه یې پاک کړل.

شریک یي کړئ