Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې ورځې د برید قربانیان په کابل کې خاورې ته وسپارل شول

په کابل کې د تبیان په کلتوري مرکز د داعش ډلې د برید د ډېریو قربانیانو مړي نن په کابل کې خاورې ته وسپارل شول.

په دې لړ کې، د ۲۴ کلن صبور او د ۱۸ کلن علي پیمان مړي هم چې سره وروڼه او په دغه برید کې وژل شوي وو نن د ځمکې زړه ته ور کوز کړل شول.

د دغو دوه وروڼو پلار هم پنځه کاله وړاندې وژل شوی وه او هغوی له خپلې کورنۍ سرپرستي کوله.

د دغو دوه ځوانانو مور رحیمه چې په زړه یې د خاوند داغ وه، اوس د دوه زامنو داغ هغه بې سده او د زړه مراندې یې ور غوڅې کړي دي.

هغه وايي:«دوه زامن مې درلودل؛ دواړه زامن یې را څخه په یوه ورځ واخیستل. اوس زه او لور مې یوازې پاتې شو.»

د صبور او علي پيمان خور ملالۍ وايي چې د دواړو وروڼو له لاسه ورکولو سره اوس ژوند ته هېڅ هیله نه‎لري او د دغې پېښې پر عاملانو لعنت وايي.

ملالۍ طلوع نیوز ته وویل:«ای خدایه! کاش چې زما یو ورور دې ماته بېرته راکړی وای او دواړه دې په یوه وار له موږ څخه نه وای اخیستي.»

په همدې حال کې د صبور او علي پیمان خپلوان هم د هغوی په مړینه سخت غمجن دي.

د صبور او د علي پيمان د خاله لور مکۍ په دې اړه وویل:«ښځې بې خاونده او بې اولاده شوې، نجونې بې وروره او بې پلاره شوې، اې ولسمشره! ولې له تا څخه غږ نه پورته کېږي!»

د صبور او علي مړي د کارته سخي هدیرې ته وړل شوي. د دې دواړو ځوانانو خپلوان پر حکومت نیوکې کويي.

د هغوی د ترور لور حنیفه وايي:«دغې ښځې څه ستونزې وزغملې چې اولادونه یې لوی شي او درس ولولي، درس یې ولوست، خو وګورئ دواړه زامن یې یو ځای ووژل شول، اوس دغه بې وزله ښځه څه خاورې په سر باد کړي.»

صبور ۲۴ کلن و، د انجنیرۍ او اقتصاد برخه کې یې لوړې زده کړې کړې وي او د انګلیسي ژبې ښوونکی هم وه.

اتلس کلن علي د صبور یوازینی ورور و چې سږکال له ښوونځي فارغ شوی وو.

شریک یي کړئ