Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جرمونه کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمونو ضد برخه وايي چې د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د جرمونو کچه تر ۳۰ سلنه پورې لوړه شوې ده چې ډیری پیښې په کابل، ننګرهار، هرات، او بلخ په ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیریت د انسان تښتونې پنځه کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکوي، کومو چې یو نیم کلن ماشوم لوګر ته له تښتولو وروسته په لاس زندي کولو سره وژلی دی.

د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مشر، عبدالغفار سید زاده د دې پیښې په اړه وویل، "کله چې د ماشوم کورنۍ تښتوونکو د غوښتل شویو پیسو په ورکړه کې پاتې راغلي، نو ماشوم یې په لاسونو په زندي کولو سره وژلی دی. دا د جرمونو په تاریخ یوه تر ټولو بوګنوونکې پیښه ده."

نیول شویو کسانو کې دوه ښځینه او دری سړي ګډ دي. هغوی خپل جرم منلی او وايي چې دوی دا کار له هغه وروسته کړی چې د ماشوم د کورنۍ لخوا د تښتوونکو د ډلې یو کس ماما  ووژل شو.

د پيښې یو مجرم، شمس الرحمان وايي، "د ماشوم له تښتونې نه وروسته هغوی ماته وویل چې که زه دا ماشوم ونه وژنم نو هغوی به ما او زما کورنۍ ووژني، او زه یې دې کار ته اړ کړم."

ښاغلي سید زاده د هیواد عدلي اوقضايي بنسټونو نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د پیښې عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي.

نوموړي وویل، "مونږ د هیواد له عدلي او قضايي بنسټونو نه غواړه چې د پیښې عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي." او زیاته ې کړه چې، "یوه ورځ کیدای شي دا د هغوی له اولاد سره وشي."

د یادونې وړ ده چې په تیره اونۍ کې ۲۲۴ جنايي جرمونه په ټول هیواد کې ثبت شوي دي.

د جرمونه کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمونو ضد برخه وايي چې د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړنیو څلور

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه