د حمعیت اسلامي ګوند او حکومت ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په پایله کې،د ملي پیوند ګوند نن پنجشنبې(د غبرګولي په ۱۸ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې کواښ وکړ چې د اوسني نظام پرځېدل په هېواد کې د هېڅ کس او سیاسي جریان په ګټه نه دی.
د ملي پیوند ګوند رییس سید منصور نادري د جمعیت اسلامي ګوند وروستیو غوښتنو ته چې د امنیتي چارواکو په ځانګړې توګه د ملي امینت د سلاکار کوښه کولو ته په اشارې سره وویل چې دا غوښتنې د منلو وړ نه دي.
هغه په دې اړه وویل:«ځینې سیاسي جریانونه د هېواد د ځینو مسؤولو د حذف او عزل چې له هغې ډلې د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د کوښه کېدو نوم اخلي، چې د هېواد په دغه سیاسي او نظامي پېچلي وضعیت کې دا شان یو کار د توجیه وړ نه دی.»
د حکومت او اسلامي جمعیت ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته اوس یو شمېر سیاسي ګوندونه په دې اړه خپل دریځ اعلانوي.
منصور نادري ټینګار کوي د تیرې اونۍ د چهارشنبې ورځې په پيښه کې د اسماعیلیه ډلې ۲۵ غړي مړه او په سلګونه نور ټپیان شول.
له بلخوا د حق او عدالت ګوند، د اسلامي جمعیت غوښتنې د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي د حنیف اتمر ګوښه کېدل د سیمې د استخباراتي کړیو غوښتنه ده.
د حق او عدالت ګوند رییس وویل:«د محمد حنیف اتمر استعفا د خلکو په ګټه نه وینم او له ولسمشر څخه غواړم چې په خپل دریځ ټینګ وي او د بې ځایه غوښتنو مخه ونیسي.»
جمعیت اسلامي د حکومت لخوا د خپلو غوښتنو د ردولو په تېره بیا د ملي امنیت د سلاکار د ګوښه کولو په اړه، ټینګار کوي د دغه سیاسي بهیر غړي سلامشورو ته دوام ورکوي او په راتلونکي کې به خپل دریځ اعلان کړي.