Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا:موږ سولې ته طرحه لرو

د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا په کابل کې د خپل دفتر د پرانیستلو په لومړۍ ورځ د داسې یوې طرحې خبره کوي چې د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه به یې حکومت ته وړاندې کړي.

دغه شورا وايي ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي خو په دې اړه لازیات جزئیات نه ورکوي.

د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا غړی سید حامد ګېلاني په دې اړه څرګنده کړه: "زموږعالي شورا د سولې لپاره مفصله طرحه لري چې په هغو کې مو تشریح کړې ده چې ولې په تېرو ۱۴ کلونو کې سوله نه ده ټینګه شوې او له دې وروسته وکولای شو سوله ټينګه کړو".

د ولسمشر د ویاند مرسیتال ظفر هاشمي په دې اړه وویل: "ولسمشر تل د مهمو موضوعګانو په اړه د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره بحث کړی او جهادي مشران هم په دغو کسانو کې شمال وو او لکه سولې د خبرو اترو مسایلو په څېرې هر وخت چې مطرحه شوې دي له هغوی سره خبرې اترې کړې دي".

د دغې شورا غړي له حکومت څخه غواړي د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو مهال وېش اعلان کړي.

ښاغلي ګیلاني په دې اړه زیاته کړه: "د ګوندونو عالي شورا پرېکړه لري چې په راتلونکو ټاکنو کې پر همغږۍ کار وکړي ځکه چې تجربې ښودلې ده چې یوازې تګ پایله نه ده ورکړې".

له بلخوا یو شمېر کارپوهان پر دغې شورا نیوکه کوي او د دوی پر کړنو دومره باوري نه دي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي په دې باور دی: "جهادي شورا چې نن پرانیستل شوه په هغې کې داسې کسان او اشخاص دي چې ملي یووالی حکومت یې واک ته رسولی او د دغه حکومت له ډلې څخه دي.زما پر باور نورې داشان شوراګانې پر خلکو پروې تړاو نه لري.که‎چېرې جهاد مطرحه دی،اوس القاعده،داعش او طالب هم جهاد وايي او هغوی هم جهاد وايي او نور دغه خبرې د خلکو لپاره جذابیت نه لري".

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څخه وروسته یو شمېر جهادي قومندانانو او د سیاسي ګوندونو مشرانو دوې شوراګانې جوړې کړې د استاد عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا او د پيرسیداحمدګیلاني په مشرۍ د جهادي ګوندونو عالي شورا.

د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا په کابل کې د خپل دفتر د پرانیستلو په لومړۍ ورځ د داسې یوې طرحې خب

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه