Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې څلورمه ورځ؛ د اشکمش په ځينو برخو کې لاهم جګړه روانه ده

له تخار ولایته داسې خبرونه رسېدلي چې د دغه ولایت د اشکمش ولسوالۍ په ځينو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د دفاع وزارت په دغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو له دوامه خبر ورکوي، خو د تخار اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ د بد وضعیت او د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ پرځېدلو ګواښ کوي.

د تخار د اشکمش ولسوالۍ پر ځينو برخو د طالبانو له بریدونو درې ورځې وروسته رپوټونه وایي چې لا هم په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وايي:«فعلاً د اشکمش، د پدرکش په سیمه کې، د قوروع، په سیمو کې، د جرشریف په سیمو کې، د خواجه بندک شاه په سیمو کې، په دې سیمو کې جګړه شته.»

تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ په جګړو کې د عامه نظم او سیمه‎يیزو پولیسو د شاوخوا دېرش سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. خو ځایي چارواکو د دې مرګ ژوبلې په تړاو شمېرې نه دي ورکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله رسېږي، موږ منو چې موږ هلته له بده مرغه مرګ ژوبله لرو؛ خو د دښمن مرګ ژوبله په ځلونو له موږ زیاته ده.»

اخوا د تخار د ینګي قلعه ولسوالۍ قومي مشران پلازمېنې ته په راتلو سره د یوه نامسووله ‎وسله‎وال له لوري د دې ولسوالۍ د څو کلیو د نیولو خبره کوي.

د دوی په خبره دا کس په بېلابېلو جرمنو له هغې جملې په وژنو کې لاس لري او دغه راز د دولت له مخالفانو وسله‎والو سره تړاو لري.

 د تخار د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ اوسېدونکی شاه محمود وویل:«د خلکو ملکیتونه یې غصب کړل، اختطاف یې وکړ، وژنه یې وکړه، باج اخیستنه یې وکړه، نور یې وکړل، نور یې وکړل، باید ځواب ویوونکی وي.»

 د ینګي قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی نظام الدین زیاتوي:«د پلار وژونکی مې غواړم! د تخار والي ته ورغلم، زموږ پوښتنه یې ونه‎کړه. وې ویل چط هغه (قومندان) توپ لري، هاوان لري، زموږ زور هغوی ته نه دی پوره.»

 د ینګي قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی  محمد رحیم خک وايي:«زور ویل ډېر دي! درې کاله کېږي چې موږ د دغو کسانو مخ ته راځو او عریضه کوو، خپلې نارې سورې ورته کوو، هېڅ امر کله چې تخار ته ځو نه عملي کېږي.»

د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې جګړې له تېرې چهارشنبې پېل شوې؛ خو له دغو جګړو څو ساعته وروسته د ملي دفاع وزارت د طالبانو له شتونه ددې ولسوالۍ د پاکولو لپاره د عملیاتو د پلېدو خبره وکړه او وې ویل چې ډیر ژر به په اشکمش کې وضعیت عادي شي .

شریک یي کړئ