طالبانو په زغروال موټرو کې د چاودیدونکو توکو په کاروولو سره د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې نوي بڼه پیل کړي ده او دا ډول بریدونه په سوریې او عراق کې د داعش ډلې له کړنلارې ته ورته ده.
یوشمېر امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو په ورسیتو درېیو میاشتو کې له پوځي موټر څخه په ګټنې سره په امنتي ځواکونو باندې څوارلس ځانمرګي بریدونه هېواد په سویل د هلمند ولایت په ګرشک، مارجې او نادعلي ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
په وروستۍ پيښه کې دوې اونۍ مخکې طالبانو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو ډک هاموي موټر د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په مخکې وچاوداوه چې د امنیتي سرچینو په وینا یې له امله ۳۵ پوځیان ووژل شول.
د ولسي جرګې غړی، نادرپلوڅ څرګندوي:«یو شمېر زغرهوال موټر چې د افغانستان د خلکو دښمنانو له افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي له هغې کار اخلي، باید دا توکي د الوتکې له لارې په نښه شي.»
خو دا موټر ولې دومره په اسانۍ د دولت د مخالفو وسلهوالو لاس ته ورځي؟
همداراز د پوځي چارو کارپوه، محمداګل مجاهد وايي:«ډېرو ځایونو کې خیانتونه شته، دا چې وايي پنځمه ستنه، یو شمېر کسان دا موټر مخالفانو باندې خرڅوي، دښمنان نشي کولی چې په فاریاب کې له پاکستان څخه وسلې ترلاسه کړي.»
ملي دفاع وزارت هم دا مني چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د پوځي موټر بمونو کارول یوه جدي ننګونه ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزيري زیاتوي:«د افغانستان دفاع وزارت هر ځای کې چې یې وګوري راپور یې پیدا کوي، هغه د ځمکې او هوا له لارې په نښه کوي.»
هغه تصویرونه چې د طالبانو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د دې ښودنه کوي چې دې ډلې په بیلابیلو سیمو کې له افغان ځواکونو په لسګونه پوځي وسایط ترلاسه کړي دي.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي که حکومت د طالبانو لخوا د لویو مرکزونو د نسکورېدو مخه ونیسي، پوځي وسایلو او وسایطو ته د مخالفو وسلهوالو لاسرسی به تر یوه بریده محدود شي.