Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خلکو او پولیسو ترمنځ پر واټن د کورنیو چارو سرپرست وزیر اندېښنه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک نن (چهارشنبې د تلې پر ۱۲ مه) په کابل کې د پولیسو او خلکو د مشورتي شورا په لومړنۍ ناسته کې وویل، چې خلک پر پولیسو باور نه لري، خو هڅه کوي، چې د خلکو او پولیسو ترمنځ واټن له‎منځه یوسي.

هغه وایي، په ځینو موضوعګانو کې پولیس، له جنایتکارانو ملاتړ کوي او دا کار یې د منلو نه دی.

د لومړي ځل لپاره د پولیسو او خلکو د سلامشورو په لومړنۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي او د ۳۴ ولایتونو د خلکو استازي سره راغونډ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې د پولیسو بې پروايي، پر پولیسو د خلکو د بې اعتمادۍ  په تړاو خبرې کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک وايي:«هغه کسان چې فساد ورته پر یوه عادت بدل شوی هغه هم په کوته کوم انشاالله بیا یې د قانون منګولو ته سپارم محاکمې ته یې کاږم یعنې یوازې له دندې څخه یې نه لیرې کوم، که سند یې درلود څارنوالۍ ته یې معرفي کوم چې ولې د دغو میاشتو په اوږدو کې چې موږ غږ وکړ فساد بس دی تاسو فساد وکړ.»

د دغه وزارت سرپرست وایي، ځينې وخت د دې پر ځای چې پولیس له خلکو ملاتړ وکړي خو له جنایت کارانو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«جرم مشهود دی، خو پولیس راځي او وايي چې خیره یوه پېښه وه، دا پېښه وه؟ څلور ډزه کېږي د یوه زیانمن پر پښه مرمۍ لګېږي، خو یو وګړی دغه پولیس ته مخامخ هم یي خو دغه پولیس دومره جرأت نه کوي چې دغه مجرم ونیسي او د پولیسو ماموریت ته یې راولي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن په اړه خبرې کوي چې د دغه وزارت د ولسي پولیسو رییس په هېواد کې د امنیت ټينګښت د خلکو ا و پولیسو ترمنځ همکاري یوازینۍ لاره بولي.

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس محمد همایون عیني په دې اړه وویل:«له مبارکو منبرونو څخه په ګټنې خلکو ته سپارښتنه شوې، له پولیسو سره د همکارۍ زمینه برابره شوې او له دغې همکارۍ سره په سیمو او ولسوالیو کې د ناامنۍ کچې کموالی موندلی دی.»

د یاد وزارت دغه چارواکی وايي، ولسي پولیس د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د خلکو د همکارۍ په موخه ۳۲۰ شوراګانې جوړې کړې، خو د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې د دغو شوراګانو غړي غواړي  چې د حکومت له خوا ورته رسمي امکانات برابر شي.

شریک یي کړئ