د کورنیو چارو وزارت نن(چهارشنبې د کب۲۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تېره ورځ د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۸ د داعش او ۲ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ جوارګر کلي کې ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې د وسلهوالو یو شمېر وسلې او پټنځایونه هم له منځه تلي دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې کاږي، په بیلو عملیاتو کې د کندز ولایت، چهاردرې ولسوالۍ په یتیمک کلي کې ۲طالب وسلهوال وژل شوي.
همداراز په دې پېښه کې د وسلهوالو له چاودېدونکو ډک موټر چې غوښتل یې په ترهګریزو کړونو کې ترې کال واخلي هم د افغان ځواکونو په بریدونو کې له منځه تلی دی.