پنټاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ، په جوزجان ولایت کې د داعشیانو پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ویډیوګانې خپرې کړې دي.
د امریکا دد فاع وزارت وايي په دغو عملیاتو کې د داعشیانو د خراسان څانګې یو قومندان په نښه شوی دی.
پنټاګون په دې اړه وویل:«په جوزجان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د جنګیالیو تاکتیکي ماته د ترهګرو په وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو بریاوې دي چې د روان کال په لړ کې د افغانستان په شمال کې داعش ډله په نښه کړې ده.»
د امریکايي چارواکو په وینا دغه عملیات د مارچ په ۲۷ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې وشول او پهکې دوه داعشیان ووژل شول دي.
تر دې دمه د وژل شویو ترهګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ویډیوګانې په داسې حال کې خپرېږي چې روسیه امریکا په افغانستان کې د داعشیانو پر ملاتړ تورنوي.