Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د درېیو وروستیو ورځو واورو اورېدو د ۱۱۹ کسانو ژوند اخیستی

له طبعي پیښو سره د مبارزې وزیر، ویس برمک نن دوشنبې(د سلواغې۱۸مه)د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې د تېرو درېیو ورځو واورو اورښتونو او ښویدنو له امله کابو ۱۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده زیاته کړه چې په دې پېښو کې ۸۹ تنه ټپیان شوي، خو په لویو لارو کې کابو زر کسان ژغورل شوي دي.

د حکومتي ادارو د نویو مالوماتو له مخې، د وروستیو ورښتونو او د واورې د ښویدو له امله په نورستان، بدخشان، پروان او زابل ولایتونو کې یو شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په دغو دریو ورځو کې د ۱۱۹ تنو پر مړینې او ۸۹ نورو پر ټپي کیدو سربیره څه د پاسه ۲۰۰ کورونه وران شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر، ویس برمک زیاته کړه:«په ټولو ولایتونو کې د خوړو توکي شته دي، کله چې اړتیا وي موږ ترې کار اخلو، په لیږد کې هم ستونزې نشته. په وروستي پړاو کې زموږ مرستې نغدې پېسې دي چې وبه ویشل شي.»

د ټول ګټو چارو سرپرست وزیر، محمود بلیغ وايي ډېرې لویې لارې بیرته پرانیستل شوې، خو د ولسوالیو او د ولایتونو د مرکزونو ترمنځ د لارو پرانیستل وخت ته اړتیا لري.

ښاغلی بلیغ زیاتوي:«د لارو ډېره برخه به نن او که ستونزې وې نو تر سبا( سې‎شنبې د سلواعې۱۹مه) به پرانیستل شي او د ټرافیکو لړۍ به عادي توګه روانه شي.»

له بلې خوا د کلیو پراختیا وزیر، نصیر احمد دراني څرګندوي:«هیله ده چې تر راتلونکو دو او درېیو ورځو پورې به که ستونزنه نه وه د افغانستان کلي له مرکزونو سره ونښلول شي.»

حکومت ټینګار کوي چې د واورو د اوریدو د دوام د احتمالي ګواښونو په وړاندې پراخ امکانات نلري.

په همدې حال کې د عاملې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز هم وویل:«که پېښې زیاتېږي او یا سختې کېږي نو موږ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې څخه مرسته غواړو تر څو خپلو خلکو ته مرسته وکړو.»

د ژمي له پيل راهیسې په طبیعي پيښو کې ۱۷۲ تنه مړه او ۱۲۰ نور ټپيان شوي دي، ددغو پيښو له امله ۴۵۰ کورونه وران شوي دي.

د حکومت د څیړنو له مخې په ۲۲ ولایتونو کې ۱۱۷ ولسوالۍ چې ډیری یې د ورښتونو له ګواښ او د واورې له احتمالي ښویدو سره مخامخ دي چې په روان کال کې د کم سارې واروې له امله تر ډیره زیانمنې شوې دي.

حکومت ټینګار کوي چې د واورو د اوریدو د دوام د احتمالي ګواښونو په وړاندې پراخ امکانات نلري او د هېواد اړوندو وزارتونو د خبري ناستې پرمهال زیانمنو شویو کسانو ته د مرستو ژمنه وکړه

شریک یي کړئ