Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د رسنیو د قانون تعدیل د بیان ازادۍ لپاره خطر رامنځته کوونکی دی'

د حکومت له لوري د ټولیزو رسنیو د قانونو د ځینو برخو د تعدیل په تړاو د آزادو رسنیو او خبریالانو له اندېښنو وروسته د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وایي چې د حکومت دا کار د بیان د آزادۍ د محدودولو لپاره یوه هڅه ده.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د خواله رسنیو د تعدیل شوي قانون اجرايي کېدل د بیان ازادۍ لپاره خطر رامنځته کېدونکی دی.  

د افغانستان د روڼیتا د څار بنسټ رییس سیداکرام افضلي په دې اړه وايي:«د حکومت له لوري د خواله رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحه په افغانستان کې د بیان ازادۍ او مدني فضا د محدودیت ښودونکې ده. افغان حکومت په دې حساس وخت کې د رسنیو د محدودولو پر ځای، باید د بیان ازادۍ او بشري حقونو د ارزښتو د دفاع بحث مطرح کړي.»

د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته د خبریال د سرچینې افشا کول، د محکمې پر ځای د رسنیو د سرغړونې څېړونکي کمېسیون ته د رسنیو د سرغړونو د دوسیو په اړه د څېړنې او پرېکړې د واک سپارل، د رسنیو په بهرنيو پروګرامونو کې د سانسور او محدودیت لګولو لپاره د زمینې برابرول او د رسنیو د کار د جواز د لغوه کولو اسانه کول د ټولیزو رسنیو د قانون د تازه طرحې اندېښمنونکې برخې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه څرګنده کړه:«د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې اندښمن دی او دا وړاندیز شوې طرحه د افغانستان د رسنیو پرفعالیت محدودیت لګول ګڼي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو چې د ټولیزو رسنیو د قانون په کومو برخو کې نیمګړتیاوې دي، څه نه وایي، خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي حکومت منلې ده چې په دې تړاو د رسنیو له استازو سره سلا مشورې وکړي.
        
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وویل:«د بیان ازادۍ، رسنیو او د اطلاعاتو د ګرځون په تړاو د حکومت اساسي منطق په بشپړه توګه واضح دی او موږ د بیان ازدۍ خوندیتوب ته باوري یوو.»

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رییس نجیب شریفي هم څرګندوي:«دا غوره ده چې دغه بهیر ودرول شي او موږ په یوه بل فرصت کې هغه هم په هغه صورت کې چې اړتیا وي، د ټولیزو رسنیو د قانون ښه والي په هکله کار وکړو.»

د افغانستان رسنۍ د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو نږدې دوو لسیزو کې له لویو لاسته راوړنو بلل کېږي؛ خو حکومت له لوري  د ټولیزو رسنیو په قانون کې په احتمالي تعدیلاتو سره د محدودیتونو لګول کېدو دا اندېښنې رامنځته کړي دي چې هسې نه د سولې د خبرو په درشل کې دا لاسته راوړنه له خطر سره مخ شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي حکومت منلې ده چې په دې تړاو د رسنیو له استازو سره سلا مشورې وکړي.

شریک یي کړئ