Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د مسافرینو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لاره نن(شنبې د سلواغې۳۰مه) یوځل بیا د مسافرینو تګ راتګ په موخه تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه.

نوموړی له ټولو مسافرینو څخه غواړي چې د حالت تر ښه کېدو پورې له دې لارې څخه تګ و راتګ ونکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ورښتونو له امله په سالنګونو کې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د سالنګ د لویې لارې خرابوالي پر دغې لارې تګ راتګ ډیر ستونزمن کړی دی. یو شمېر موټر چلونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره ډیری هیوادوال د سالنګ په لویه لار د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه

شریک یي کړئ