Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سره صلیب نړیواله کمېټه کندز او فاریاب کې خپل فعالیتونه کموي

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن دوشنبې د تلې۱۷مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې هېواد کې د دې کمېټې د کارکړنو د کموالي خبر ورکوي او لامل یې د دې بنسټ د کارکوونکو نه خوندیتوب بولي.

دا پرېکړه په افغانستان کې په روان کال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۷ کارکوونکو له وژل کېدو وروسته کېږي.

په افغانستان کې د دې بنسټ رئیسې، مونیکا زیناریلي ویلي چې افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او وروسته له دې به خپل ډېر فعالیتونه د هېواد په شمال کې متمرکز کړي.

مېرمن زینارلي زیاته کړې ده:«د ۲۰۱۶ له ډسمبر راهیسې، د افغانستان په شمال کې پر آی سي آر سي درې ځلې نیغ په نیغه بریدونه شوي، د مزار شریف د بیارغونې مرکز په ګډون چې ډير امن ځای ګڼل کیده. دغو پیښو نه یوازې د آی سي آر سي فعالیتونه په افغانستان کې بلکې ټوله کمېټه اغیزمنه کړېده.»

دې زیات کړې ده چې د سره صلیب دفترونه په میمنه او کندز کې تړل کیږي او د مزار شریف فرعي نماینده ګۍ ډېره وړوکې کیږي او د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې به یې کارونه راټول شي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده:«دا پریکړه د آی سي آر سي او زموږ کارکونکو لپاره ډیره سخته شیبه ده. وروسته له ۳۰ کلونو دوامداره شتون، موږ خپل شتون او فعالیتونه کموو؛ خو باید په واضحه توګه ووایم چې موږ افغانستان نه پریږدو. هڅه کوو چې زموږ کارکونکي له لږ خطر سره مخ شي او په ښه شونې توګه د جګړې له قربانیانو سره مرسته وکړو.»

د سره صلیب نړیواله کمېټه کابو شل کاله کېږي چې به افغانستان کې فعالیت کوي.

د روان زیږدیز کال د فبروري په میاشت کې د دې بنسټ شپږ تنه کارکوونکي کله چې یې غوښتل اړمنو کسانو ته په جوزجان ولایت کې مرستې ورسوي د ترهګرو لخوا ووژل شول او تېره میاشت یې یوه ډاکټره په روغتون کې د یوه ناروغ لخوا ووژل شوه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشره وايي چې د سره صلیب دفترونه په میمنه او کندز کې تړل کیږي او د مزار شریف فرعي نماینده ګۍ ډېره وړوکې کیږي او د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې به یې کارونه راټول شي

شریک یي کړئ