په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ سفیر، ملا عبداسلام ضعیف وایي طالبان له افغان سیاستوالو سره کورنیو مسایلو په اړه د ناستې لپاره چمتوالی نیسي.
دغه پخوانی طالب چارواکی زیاتوي تمه ده دغه ناسته د راتلونکي زیږدیزې میاشتې په ورستیو کې ترسره شي. نوموړی په دغې ناسته کې د افغان حکومت د استازو ګډون ته هم هیله مند دی.
ورته وخت کې په افغانستان کې د اورپایي ټولنې سفیر وایي چې له کالونو جګړې ورسته به په افغانستان کې سوله راشي .
د یادې ټولنې سفیر د افغانستان د سولې بهیر د هیلې او وېرې څرکې بولي.
کابل کي د اروپايي ټولنې سفیر، پیري مایډون وايي:«نوی کال د هیلو او له بده مرغه له ویرې سره راځي. هیله دا ده چې وروسته له جګړې به سوله افغانستان ته راشی، خو ویره ځکه چې دا سوله د بشري حقونو، د ښځو حقونو او په ځانګړې توګه د ځوانوښځو حقونو سره په کومه معامله کې نه وي. راځئ چې د دې وېرې پر وړاندې په یووالي او د ولسواکۍ پیاوړې کولو سره مبارزه وکړو.»
په همدې حال کې قطر کې د طالبانو استازي له افغان سیاستوالو سره د کورنیو موضوعاتو په اړه د ناستې او خبرو لپاره چمتووالی نیسي، ټاکل شوې دا ناسته د اپریل میاشتې په وروستو کې ترسره شي.
مخکې له دې یو شمېر افغان سیاستوالو په مسکو کې د طالبانو له استازو سره لیدنې درلودې، خو افغان حکومت استازو په کې ګډون نه درلود.
همداراز د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد نن(د وري میاشتې په لومړۍ) او سبا واشنګټن کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو کوربه دی.