Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې له بهیر سره یوځای شوي داعشیان:موږ د پاکستان د پوځيانو له خوا تجهیزېږو

د داعش یوه لس کسیزه ډله چې نن په ننګرهار کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوه وايي چې هغوی په پاکستان کې روزنه لیدلې ده.

د یاد ولایت د سولې کمېټې د مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې له دغې کمېټې سره ۲۴ جنګیالي یو ځای شوي چې له دې ډلې ۱۰ تنه داعشیان او ۱۴ تنه نور طالبان دي.

زیتون چې له دې مخکې له داعشیانو سره وو اوس د سولې له بهیر سره یوځای شوی دی څرګنده یې کړه:"پاکستاني پوځیانو موږ ته وسلې راکولې او موږ ته یې ویل چې د افغانستان پوځیان کافر دي او تاسې هغه ووژنۍ".

د زیتون یو بل همکار عربستان په دې اړه ټینګار وکړ: "زما دنده د نازیانو په ولسوالۍ کې وه او موږ هره ورځ خپل رپوټ پنجابیانو او پاکستانیانو ته ورکاوه او هغوی موږ هڅولو تر څو د افغان حکومت په وړاندې جنګ وکړو".

د ننګرهار د سولې شورا رئیس وايي چې دغه کسان سولې د عالي شورا د هڅو او کوښښونو په پایله کې او د دولتي ځواکونو په همکارۍ د سولې له بهیر یو ځای کېږي".

په همدې حال کې د ننګرهار ځايي چارواکي د دغو کسانو یوځای کېدل د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام بولي.

د ننګرهار والي محمد حنیف ګردیوال په دې اړه وویل:"موږ د هغو له راتګ څخه هرکلی کوو او د ننګرهار ځايي چارواکي کوښښ کوي د هغوی لپاره کاري زمینه برابره کړي او موږ له نورو جنګیالیو څخه غواړو ترڅو د دغو ډلو په شان له دولت سره یوځای شي".

دا لومړی ځل دی چې د داعشیانو یوه لس کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای کېږي او له دولت څخه غواړي ترڅو هغوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د داعش یوه لس کسیزه ډله چې نن په ننګرهار کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوه وايي چې هغوی په پاکستان

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه