Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې ولسي مېله؛ د سولې هرکلي لپاره د ختیځ مېشتو نڅاوې او اټنونه

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ځینې اوسېدونکو هېواد کې د سولې د راتګ د هرکلي په پار، د «سولې ولسي مېلې» په نامه جشن جوړ کړ.

په دغې مېله کې چې تېره ورځ ماښام (پنجشنبې د کب په ۸مه) جوړه شوې وه، په هغې کې په سلګونه تنو ګډون کړی و او د سولې د هرکلي لپاره په نڅا او اټنونو لاس پورې کړ.

دا مېله په داسې شرایطو کې جوړېږي چې افغانستان د «تاوتریخوالي د کمښت» په پېر کې دی او همدارنګه ټاکل شوې ده چې سبا (د کب ۱۰مه)ّ د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.

د سولې ولسي مېلې ګډون کوونکي وايي چې د سولې لپاره ترلاسه شوې موکه باید له لاسه ونه وځي او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې ټول لوري سره یو موټی شي.

د لغمان د ولایتي شورا غړی ګلزار سنګروال وايي:«له حکومت، امریکا او طالبانو غواړو چې نور دغه جګړه پای ته ورسوي او دا ورور وژنه چې په افغانستان کې روانه ده، باید دوام ونه کړي.»

لیکوال اسماعیل یون هم څرګندوي:«هیله ده چې د سولې مذاکرات بریالي شي او په افغانستان کې سوله ټینګه شي او د تاوتریخوالي اوونۍ په اوربند پای شي.»

د دې مېلې ځينې نور ګډونوال وایي چې افغانستان په یوه تاریخي فرصت کې د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې دی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وویل:«په سوله کې زموږ غوښتنه دا ده چې نظام دې خوندي وي، امنیتي ځواکونه دې خوندي وساتل شي.»

دا مېله یوازې په یوه ځانګړي ځای پورې تړلې او محدوده نه وه، د ننګرهار اوسېدونکو شپې مهال په کوڅو او واټونو کې اورلوبه، نڅا او اټنونه وکړل.

ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي. او د افغانستان راتلوونکی په دغو خبرو اترو پورې تړلی دی.

شریک یي کړئ